د کرېکټ درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبه وبایلله. دا د دغو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه وه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن لکه د تېرو دوه نورو سیالیو ډېر ښه پیل نه درلود خو د رحمان الله ګوربز مقاومت او په وروستیو کې د الله محمد غضنفر منډو د لوبډلې مجموعي منډې تر ۱۶۹ ورسولې او سوېلي افریقا ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.
سوېلي افریقا په ۳۳ اوورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د افغانستان لخوا په جوړو شویو منډو کې ۸۹ یې د رحمان الله ګوربز او ۳۱ د الله محمد غضنفر وې، د دوی او حشمت الله شهیدي له لسو منډو پرته نور ټول افغان لوبغاړي له لسو په کمو منډو وسوځیدل.
سویلي افریقا هم په تېرو دوه سیالیو کې د افغان توپ اچونکو پر وړاندې ډېره پیاوړې نده پاتې، دا منډې که څه هم د یو ورځنیو سیالیو لوی هدف نه دی خو سویلي افریقا په تېرو دوه سیالیو کې د افغان لوبډلې پر وړاندې دومره منډې نه دي کړې.
بل خوا نن د افغان لوبډلې سره نامتو بالران راشد خان او فضل حق فاروقي نه وو.
د افغانستان او سوېلي افریقا تر منځ د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ د دریېمې او وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او خپله یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان له لوري رحمان الله ګوربز او عبدالمالک لوبه پیل کړه خو عبدالمالک چې په لومړي ځل د افغانستان په استازولۍ دغې یو ورځنۍ لوبې ته غوره شوی و له نهو منډو جوړولو وروسته وسوځېد.
په ده پسې د افغانستان بل عمده توپوهونکی رحمت شاه زرمتی هم له یوې منډې جوړولو وروسته د منډې جوړولو پر مهال ژر اوټ شو، دوی دواړه د سویلی افریقا نګیدي نومي بالر وسوځول.
د دغې جوړې له ماتولو وروسته له رحمان الله ګوربز پرته نور افغان لوبغاړي په وېکټه ډېر درېدو کې پاتې راغلل او یوه بل پسې اوټ شول.
عبدالمالک په ۹، رحمت شاه په یوې منډې، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ۱۰ منډو، عظمت الله عمرزی له ۲ منډو جوړولو او اکرام علیخېل له ۴ منډو جوړولو وروسته اوټ شول.
افغانستان د پنځوسو اورونو دغې لوبه کې په لومړیو ۲۵ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان ۱۲۹ منډې جوړې کړې چې پکې تر ټولو ډېره ونډه د رحمان الله ګوربز ده.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان په لوبډله کې ځینې بدلونونه راوستل شوي دي. په نننۍ لوبډله کې د راشد خان، فضل الحق فاروقي او ریاض حسن پر ځای، نوید ځدراڼ، فرید احمد ملک او عبدالمالک لوبېږي.
د دوی تر څنګ رحمان الله ګوربز، رحمت شاه، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر د حشمت الله شهیدي په لوبډلشمرۍ په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره لوبه کوي.
د یادونې ده، چې افغانستان له دې مخکې دواړه لوبې په لوی توپیر سره ګټلې دي او دې سره یې د لوبو دې لړۍ کې هم بریا خپله کړې له همدې کبله افغان لوري ځینو مهمو لوبغاړو ته ارام ورکړی دی.
افغانستان د وړمې ورځې دویمه لوبه د ۱۷۷ منډو په توپیر وګټله او له هغه مخکې یې پر چهارشنبه د درېیو لوبو په دې لړۍ کې سوېلي افریقا ته په شپږ وېکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان چهارشنبې ورځې بریا په یوه ورځنیو لوبه کې د سوېلي افریقا پر وړاندې لومړنۍ هغه وه، او د جمعې ورځې بری بیا د سویلي افریقا خلاف د لوبلړۍ ګټلو له کبله لا تاریخي بلل کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغانستان درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د سوېلي افریقا پر وړاندې ماته وخوړه"