کرېکټ: افغانستان له بنګله دېش د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د يو ورځينو لوبو په دویمه سيالۍ افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۴۲ منډو ماته ورکړه او له دې سره يې د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ بريا په خپل نامه کړه.

په تېرو اتو کلونو کې بنګله دېش پر خپل کور کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ یوازې انګلنډه ته بایللې وه.

بنګله دېش د نننۍ لوبې پچه وګټله او له دې سره يې لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې بنګله دېش ته د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه خو بنګالۍ لوبډله ونتوانېده چې دا هدف پوره کړي او ټوله لوبډله په ۴۴ اور کې د يوازې ۱۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان وتلي ستوري رحمان الله ګوربز ټیک په ۱۰۰ بالونو سلیزه ووهله.‌ دا په روانه لوبلړۍ کې لومړی افغان لوبغاړی شو چې سلیزه پوره کوي.

نوموړي د اتو شپږيزو او ۱۳ څلوريزو په وهلو سره په ۱۲۵ توپونو ټولې ۱۴۵ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو.

د رحمان الله ګوربز تر څنګ ابراهیم ځدراڼ هم سليزه پوره کړه. نوموړی دې هدف ته د يوې شپږيزې او نهو څلوريزو په وهلو سره په ۱۱۹ توپونو ورسېد.

کرېکټ

رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د لومړۍ وېکټې لپاره د سترې ملګرتیا له جوړولو وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې د ترټولو اوږدې ملګرتیا ريکارډ هم په خپل نامه کړ.

دواړو په ګډه په ۲۰۱۰ کال کې د سکاټلنډ پر وړاندې د کریم صادق او محمد شهزاد د ډېرو منډو د ملګرتیا ریکارډ مات کړ او په یو ورځنیو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره د ملګرتیا نوې ريکارډ ثبت کړ.

محمد نبي ۲۵، نجيب الله ځدراڼ ۱۰، راشده خان ۶، مجيب ځدراڼ ۵، رحمت شاه ۲، حشمت الله شهيدي ۲، عظمت الله عمرزی ۲ او فضل الحق فاروقي يوه منډه جوړه کړه.

په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۳، مجيب الرحمان ځدراڼ ۳، راشد خان دوې او محمد نبي يوه وېکته واخيسته.

د بنګله دېش لپاره مشفق الرحيم تر ټولو ډېرې (۶۹) منډې وکړې. د ده تر څنګ شکيب الحسن، ۲۵، مهدي حسن ۲۵، توحيد ۱۶ او لوبډلمشر لېتن داس ۱۳ منډې وکړې.

د افغانستان په لوبډله کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجب الرحمان، فضل حق فاروقي او سلیم ساپي نننۍ سيالۍ کې ولوبېدل.

له دې لوبې يوه ورځ مخکې د جمعې په ورځ افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي یوې خبري غونډې ته ویلي ”په بنګله دېش کې د بنګله دېشي لوبډلې ماتول ګران دي، خو د لومړۍ لوبې تر ګټلو وروسته د افغان لوبغاړو مورال لوړ دی، موږ به هڅه کوو چې لوبلړۍ وګټو.”

افغان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ له خپلې سیالې بنګله دېشي لوبډلې خپله لوبه د ډي اېل اېس مېتود له مخې وګټله.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د هغه فارمول له مخې چې که لوبه باران زیانمنوي څنګه اورونه او رنزونه سره پرتله شي، افغانستان هغه لوبه د ۱۷ منډو په توپېر وګټله.

تر هغې بریا یوه ورځ وروسته د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشر تمیم اقبال په یوې خبري غونډې کې له کرېکټه خپل تقاعد اعلان کړی.

حشمت شهیدي

افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي یوې پوښتنې ته په ځواب کې د هغه په اړه وویل: ”له لوبو د تمیم اقبال تلل ټولو ته حیرانوونکي وو. هغه د بنګله دېش لپاره ډېرې لوبې کړي او ډېر وخت د دغې لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی، ډېر لاس ته راوړنې لري او تجربه لرونکی لوبغاړی و، په لوبه کې د هغه له نه لوبېدلو به مو ګټه واخلو. هغه ډېر ښه انسان دی او زه ډېره درناوی ورته لرم”.

وړاندې تر دې تمیم اقبال له افغانستان سره د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ مهمه بللې وه، ځکه د هغه په وینا لوبډله به یې د نړۍ پیاوړو بالرانو پر وړاندې لوبېږي.

هغه ویلي وو، افغانستان یوازې ښه ورو توپ اچوونکي نه بلکې تکړه چټک بالران هم لري.

د حشمت شهیدي په وینا، دوی د سبا لوبې لپاره بشپړه تیاري نیولې او ښايي بنګله دېشي لوبډله هم له نوې ستراتیژۍ سره لوبغالي ته ښکته شي، خو دوی د هر ډول ننګونو سره د مخامخ کېدو لپاره خپل تیاري لري.

”هڅه به مو دا وي چې سبانۍ لوبه هم وګټو او په دې سره لوبلړۍ په خپل نوم کړو.”

افغانستان له بنګله دېش سره د دریو یو ورځنیو لوبلړۍ لري چې د جولای میاشتې تر ۱۱ نېټې به دوام وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغانستان له بنګله دېش د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*