
کندهار کې د انارو حاصلات لس سلنې راکم شوي
په کندهار کې د وچکالۍ له امله د انارو حاصلات لس سلنه کم شوي دي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په شاتورو کلي کې ځایي کاریګر د انارو له بڼونو سږنی حاصلات ټولوي.
بڼوال وایي حاصلات يې د وچکالۍ له امله کم شوي خو د شته حاصلاتو لپاره يې باید نړۍوال بازارونه وموندل شي.
بڼوال، ګلاب شاه په دې اړه داسې وايي:«زموږ دغه انار لاهور او کراچۍ ته استول کیږي، انار په درېیو برخو بسته بندي کوو، د کورنیو مارکېټونو لپاره دوه ډوله او د بهر لپاره یو ډول اعلی درجه.»
یو بل بڼوال، آغا شيرين هم وايي: « د ارغنداب انار په ټوله نړۍ کې مشهور دي، خو سږ کال زموږ حاصلات د اوبو د کمښت له امله کم شوي دي، خو د پاتي لپازه باید بازار موندنه وشي.»
د ارغنداب ولسوالۍ د کروندګرو د ټولني مشر، عبدالمنان ارغندابي خپل نظر داسې شریکوي: « اسلامي امارت باید له بهرنیو هېوادونو سره د پخوا په شان قرادادونه وکړي لکه روسیه او هند تر څو موږ خپل انار هلته واستوو او ترڅنګ باید د انارو د جوس حوړونې کارخونو جوړولو يانګونې ته زمینه برابره شي.»
په کندهار کې په کلنی ډول ۲۷۰ زره مټريک ټنه د انارو حاصلات ترلاسه کیږي، خو تر دې دمه يې يوازي ۸۴۴۲ ټنه هند او پاکستان صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني مسوولين وایي، تمه لري د سږ کال ترپايه بهرنیو هېوادونو ته د انارو زيات صادرات وکړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال، عبدالباقي بينا بیا و ویل: « د لارو د بندښت سره سره موږ سږ کال له کندهاره تر دې دمه، چې صادرات یې هم د تېرو کلونو پرتله وختي پېل شوي دي ۸۴۴۲ مټریک ټنه انار هند او پاکستان ته صادر کړي دي او لاهم بهر ته د صادراتو د لېږد درشل کې یوو. »
د کندهار په ارغنداب، شاوليکوټ، ارغستان، پنجوائي او ژړۍ ولسواليو کې پر شل زره هلکټاره مځکه د انارو باغونه شتون لري، چې د وچکالۍ امله يې حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه کم شوي دي.
https://shorturl.fm/H7CvL