کندهار کې د انارو حاصلات لس سلنې راکم شوي

💬2

کندهار کې د انارو حاصلات لس سلنې راکم شوي

په کندهار کې د وچکالۍ له امله د انارو حاصلات لس سلنه کم شوي دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په شاتورو کلي کې  ځایي کاریګر د انارو له بڼونو سږنی حاصلات ټولوي.
بڼوال وایي حاصلات يې د وچکالۍ له امله کم شوي  خو د شته حاصلاتو لپاره يې باید نړۍوال بازارونه وموندل شي.

بڼوال، ګلاب شاه په دې اړه داسې وايي:«زموږ دغه انار لاهور او کراچۍ ته استول کیږي، انار په درېیو برخو بسته بندي کوو، د کورنیو مارکېټونو لپاره دوه ډوله او د بهر لپاره یو ډول اعلی درجه.»

یو بل بڼوال، آغا شيرين هم وايي: « د ارغنداب انار په ټوله نړۍ کې مشهور دي، خو سږ کال زموږ حاصلات د اوبو د کمښت له امله کم شوي دي، خو د پاتي لپازه باید بازار موندنه وشي.»

د ارغنداب ولسوالۍ د کروندګرو د ټولني مشر، عبدالمنان ارغندابي خپل نظر داسې شریکوي: « اسلامي امارت باید له بهرنیو هېوادونو سره د پخوا په شان قرادادونه وکړي لکه روسیه او هند تر څو موږ خپل انار هلته واستوو او ترڅنګ باید د انارو د جوس حوړونې کارخونو جوړولو يانګونې ته زمینه برابره شي.»

په کندهار کې په کلنی ډول ۲۷۰ زره مټريک ټنه د انارو حاصلات ترلاسه کیږي، خو تر دې دمه يې يوازي ۸۴۴۲ ټنه هند او پاکستان صادر شوي دي.
 

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني مسوولين وایي، تمه لري د سږ کال ترپايه بهرنیو هېوادونو ته د انارو زيات صادرات وکړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال، عبدالباقي بينا بیا و ویل: « د لارو د بندښت سره سره موږ سږ کال له کندهاره تر دې دمه، چې صادرات یې هم د تېرو کلونو پرتله وختي پېل شوي دي ۸۴۴۲ مټریک ټنه انار هند او پاکستان ته صادر کړي دي او لاهم بهر ته د صادراتو د لېږد درشل کې یوو. »

د کندهار په ارغنداب، شاوليکوټ، ارغستان، پنجوائي او ژړۍ ولسواليو کې پر شل زره هلکټاره مځکه د انارو باغونه شتون لري، چې د وچکالۍ امله يې حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه کم شوي دي.

منبع

2 Comments on "کندهار کې د انارو حاصلات لس سلنې راکم شوي"

  1. Since the admin of this web page is working, no uncertainty very quickly it will be famous, due to its feature contents.
    موقع احتيالي عصابة من المحتالين

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*