کندهار کې یوه ځوان د اضافي درسي کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی

💬0

کندهار کې یوه ځوان د اضافي درسي کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی

په کندهار کې یوه ټولنیز فعال د ښوونځیو د اوړي له رخصتیو څخه په ګټې اخیستنې د هغو اضافي درسي کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی چې د زده‌کوونکو په کورونو کې بې‌استفادې پاتې دي، څو د کتابونو له کمښت سره مخ زده کوونکو ته ووېشل شي.

۳۱ کلن فېض محمد بلوڅ چې د دغه کمپاین بنسټ اېښودونکی دی، وایي تر دې مهاله یې د ټولنیزو رسنیو له لارې سلګونه جلده درسي کتابونه راټول کړي دي.

هغه وویل: «د دغه کمپاین موخه د هغو کتابونو راټولول دي چې زده کوونکي یې په کورونو کې لري، څو راټول او نورو زده کوونکو ته ورسول شي. تر اوسه مو سلګونه جلده کتابونه راټول کړي او دا بهیر به دوام ولري. راټول شوي کتابونه به لیرې پرتو سیمو ته ولېږو او هلته به یې د زده کوونکو په واک کې ورکړو.»

د نوموړي په وینا، راټول شوي کتابونه به نه یوازې د کندهار، بلکې د سویلي حوزې هغو لیرې پرتو سیمو ته هم ولېږدول شي چې زده کوونکي یې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.

له فېض محمد بلوڅ سره په دغه کمپاین کې یو شمېر رضاکاره ځوانان او زده کوونکي هم همکاري کوي.

ادرېس احمد رخشاني چې د دې کمپاین له ملاتړو زده کوونکو څخه دی، وایي د کتاب ارزښت باید په ټولنه کې لا ډېر عام شي او ځوانان زده کړو ته وهڅول شي.

هغه وویل: «تاسو د کتاب ارزښت درکوئ، باید په ټولنه کې یې عام کړو او خلک او زده کوونکي وهڅوو چې زده کړه وکړي.»

ټولنیز فعال سلطان محمد پوپل هم دا نوښت د ستاینې وړ بولي او وایي، د کتاب او مطالعې د دودولو لپاره هر ډول هڅه د ملاتړ وړ ده.

هغه وویل: «د کتاب سره د اشنايي هره هڅه زموږ لپاره د تقدیر وړ ده او موږ هم په دې برخه کې د ځوانانو د فکر ستاینه کوو. دا یو لوی ګام او ارزښتناک فکر دی.»

د دې کمپاین بنسټګر هیله لري چې د خلکو او ځوانانو په همکارۍ به وکولای شي د کتابونو له کمښت سره مخ سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه لا اسانه کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې یوه ځوان د اضافي درسي کتابونو د راټولولو کمپاین پیل کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*