کندهار کې یوې موسېسې د میرمنو په ګډون ۵۶ تنو ته د کار زمینه برابره کړې

کندهار کې یوې موسېسې د میرمنو په ګډون ۵۶ تنو ته د کار زمینه برابره کړې

کندهار ښار کې یوې موسېسې د «خصوصي سکتور د پراختیا له طریقه» د ۲۱ بې روزګاره ميرمنو په ګډون ۵۶ ځوانان ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د خصوصي سکتور د پراختیا له لارې ځوانانو ته د کار موندنې یاده پروژه د ان آر سي موسېسې په مالي ملاتر او د کورډایډ موسېسې په تخنیکې همکارې پرمخ بیول کېږي چې ځوانانو ته یې په بېلابېلو برخو لکه، خياطۍ، نجارۍ، صحت او خصوصي سکتور کې روزنیز کورسونه برابر او په هماغو برخو کې یې په دندو ګمارلي دي.

د کورډایډ موسېسې مسوول احمد ضيا په دې اړه داسې وویل: «زموږ هدف بې‌کاره شويو او راستنېدونکو ځوانانو ته د خصوصي سکتور د حمايې له طريقه د کار زمينه مساعدول دي، هلته ورته د کسب زده‌کړې ترڅنګ کارونه هم ورکول شوي دي.»

ضیا زیاتوي، چې دوی په خپله کاري دوره کې ټول ‍‍۱۱۰۰ بې روزګاره کسان د (NRC) موسېسې په مالي ملاتړ په دندو ګمارلي او اوسمهال په بېلابېلو څانګو کې کار کوي.

هغه میرمنې چې له دغو روزنيز کورسونو فارغې شوي غوښتنه کوي چې دا ډول پروژې دې اوږدمهاله شي ترڅو بې روزګاره میرمنې خپلې اقتصادي اړتیاوې له دې لارې پوره کړي.

یاده دې وي چې تردې وړاندې هم کندهار کې دغه ډول بېلابېلو موسېساتو بېکاره ميرمنو او ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې، خو له څه څنډ وروسته دغه سکټورونو سقوط شوي او په کار بوخت کسان بیرته بې‌کاره شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې یوې موسېسې د میرمنو په ګډون ۵۶ تنو ته د کار زمینه برابره کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*