
کورنیو چارو وزارت: د اختر ورځو کې له پټاقیو کارولو ډډه وکړئ
د اختر په رانږدې کېدو سره که څه هم د کابل ښار رنګ بدل شوی؛ خو په اخترونو کې لاهم پټاقیو الوزول د خلکو د اندېښنې سبب کېږي.
د پلازمېنې په ځینو کوڅو کې د پټاقیو د چاودنو غږونه له ماښامه پیلېږي او د شپې تر ناوخته دوام کوي.
د ماشومانو لپاره ښايي دا لنډه ساتېري وي، خو د ډېرو کورنیو لپاره دغه غږونه د اضطراب او بېخوبۍ سبب ګرځي.
د کابل اوسېدونکی وحید وايي: «د پټاقیو کارول په ټولنه کې بېنظمي رامنځته کوي او تر دې هم زیات، ځاني او مالي زیانونه لري. له خپلو هېوادوالو غواړو چې له دې کاره ډډه وکړي.»
د کابل بل اوسېدونکی، مجتبا هم ورته نظر لري: «په ډېری کورنیو کې ښځې له پټاقیو وېره لري، د بېلګې په توګه څو ورځې مخکې زموږ په سیمه کې یوې ښځې د پټاقۍ د غږ له امله بېهوښه شوه او روغتون ته ولېږدول شوه.»
یوازې د اختر په شپو او ورځو کې نه؛ بلکې هغه خلک چې د ودونو تالارونو ته نږدې ژوند کوي نږدې هره شپه له دغه ستونزې سره مخ وي.
دوی وایي، په ځینو محفلونو کې د پټاقیو او اورلوبو غږونه تر نیمو شپو دوام کوي او د خلکو د کورونو ارامي له منځه وړي.
په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د پټاقیو او اورلوبو له کارونې ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي: «له خپلو هېوادوالو غوښتنه لرو چې د اختر په شپو کې له پټاقیو کارولو ډډه وکړي، ځکه په ځینو کورونو کې ناروغان وي او خلک له ستونزو سره مخ کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پټاقیو د مخنیوي لپاره پلټنه پیل کړې وه.
لومړی نظر وکړئ on "کورنیو چارو وزارت: د اختر ورځو کې له پټاقیو کارولو ډډه وکړئ"