کونړ کې ۳۶ زلزله‌ځپلو کورنیو ته نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شول

💬0

کونړ کې ۳۶ زلزله‌ځپلو کورنیو ته نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شول

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې ۳۶ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت نوي کورونه جوړ او وسپارل شول.

سیف‌الرحمن چې د مزار درې اوسېدونکی دی، وایي نږدې یو کال وړاندې یې زلزلې د کورنۍ پنځه غړي ترې واخیستل او کور، کرنیزې ځمکې او نور شتمنۍ یې هم ویجاړې کړې.

هغه وویل: «دې خونړۍ زلزلې ډېرې کورنۍ د ویر پر ټغر کېنولې. زما د کور پنځه کسان شهیدان شول چې مور، پلار، ورونه او خویندې مې پکې وو. زلزلې کورونه، ځمکې، سربندونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې.»

سیف‌الرحمن زیاتوي، د اوږدې بې‌کورۍ او سختو ورځو له تېرولو وروسته، اوس د ملي دفاع وزارت په همکارۍ ورته نوی کور جوړ شوی دی.

د هغه په وینا، نوی کور یوازې سرپناه نه ده، بلکې د ژوند د بیا پیل او راتلونکي لپاره د نوې هیلې نښه ده.

په ورته وخت کې، د مزار درې یو شمېر نور زلزله‌ځپلي وایي، لا هم ګڼې کورنۍ په خېمو او لنډمهالو سرپناوو کې ژوند کوي او له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

حیات‌خان، د سیمې یوه بل اوسېدونکی وویل: «کرنیزې ځمکې، ویالې، کورونه او هر څه مو زلزلې خراب کړل. دغې سیمې ته زلزلې سخت زیانونه ورسول چې بېرته جوړول یې زموږ په وس کې نه دي. له موږ سره باید مرسته وشي.»

محمد داود، یو بل زیانمن، وایي: «ډېرې کورنۍ لا هم په خېمو کې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په سیمه کې کونډې، یتیمان او ټپیان هم شته.»

بل لور ته، په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال محمد نظامي وایي، د ملي دفاع وزارت د مزار درې زلزله‌ځپلو ته ۳۶ استوګنیز کورونه او یو جومات جوړ کړي دي.

هغه وویل: «۳۶ کورونه او یو لوی جومات مو جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. پر دغو کورونو ۳۳ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.»

د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، هڅه کوي په راتلونکي کې د نورو زلزله‌ځپلو کورنیو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي.

نږدې یو کال وړاندې یوې مرګونې زلزلې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول، زرګونه استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړل او ګڼې کورنۍ یې بې‌سرپناه کړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کونړ کې ۳۶ زلزله‌ځپلو کورنیو ته نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*