تخار کې خلک او مسوولین: لرو پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو فعالیت اغېزناک دی

ګرځنده روغتیايي

د تخار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نږدې سلو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو فعالیت ترڅنګ، د لرو پرتو سیمو خلکو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې هم خدمات وړاندې کوي.

د تخار عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پنځو روغتونونو او ۹۴ روغتیایي مرکزونو ترڅنګ لسګونه ګرځنده روغتیايي ټيمونه چې د نادولتي موسسو له خوا تمویلېږي، لرو پرتو سیمو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ګرځنده ټيمونه د ماشومانو خوارځواکۍ، رواني درملنې، د ماشوم او مور روغتیا برخه کې فعالیت کوي چې د دغه ولایت لرو ځایونو ته ځي، د روغتیایي مرکزونو ترڅنګ د خلکو ستونزو د حل لپاره هڅه کوي.

د عامې روغتیا رییس که څه هم د لرو پرتو سیمو خلکو ته د دغو ګرځنده روغتیايي ټيمونو فعالیت موثر بولي خو زیاتوي، ښایي د روان کال تر پایه د دغو کلینیکونو او ګرځنده ټيمونو د ځينو فعالیتونه د بودجې کموالي له امله ودرېږي، په داسې حال کې چې خلک اړمن دي.

ګرځنده روغتیايي

خو دی وایي چې د دغو ټيمونو فعالیتونه باید ونه درول شي.

په ورته وخت کې د تخار لرو پرتو سیمو خلک چې د دغو ګرخنده روغتیایي ټيمونو له خدماتو برخمن دي، د یادو ټیمونو موجودیت موثر بولي او د فعالیت د دوام غوښتنه یې کوي.

د تخار بهارک ولسوالۍ یو اوسېدوکی محمدامین وایي، په کومه سیمه کې چې دی اوسېږي، په هغه ځای کې یوازې یو روغتیایي مرکز دی چې له ۴۰ ډېرو کلیو ته بسنه نه کوي او ښه امکانات هم نه لري، خو کله کله یې سیمې ته ګرځنده ټیمونه ورځي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه وویل: «موږ ډېر خوښ یو او هیله لرو چې د دغو ټیمونو فعالیت دوام ولري؛ ځکه چې خلک له اقتصادي پلوه ستونزې لري، نه شي کولی چې خپل ناروغان د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو ته بوځي.»

د هغه په خبره، په لرو پرتو سیمو کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې د دغو ټیمونو خدماتو رسېدنې په نتیجه کې اوس د هغوی وضعیت ښه شوی دی. ګرځنده روغتیايي

د تخار یو بل اوسېدونکی اسدالله وایي، ځيني ډونران یا انجیوګانې چې کله د خلکو د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره پروژې نیسي، باید پروژه یي چلند ونه کړي، د خلکو د ستونزو هوارولو لپاره دې هڅې وکړي.

هغه وایي، لرو پرتو سیمو کې ډېری ماشومان او میندې روغتیایي امکاناتو ته د نه لاسرسي له امله ژوند له لاسه ورکوي، که دغه ګرځنده روغتیایي ټیمونه په صادقانه ډول فعالیت وکړي، کولای شي د محرومو خلکو ژوند ژغورنې لپاره اغېزناک تمام شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تخار کې خلک او مسوولین: لرو پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو فعالیت اغېزناک دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*