ګلوب انډ مېل د نبي زاده له وژنې وروسته وضعیت ته کتنه کړې

  • د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ وکیلې تر وژل کېدو وروسته وضعیت ته کتنه کړې ده.

مقاله په دې عبارت پیلېږي: تېره یکشنبه د ولسي جرګې پخوانۍ استازې مرسل نبي‌زاده په کابل کې په خپل کور کې ووژل شوه، خو تر اوسه پورې یې قاتلین معلوم نه‌دي، حال دا چې دا یوه داسې قضیه ده چې د لیکوال په خبره حلول یې سخت کار نه‌دی.

د ګلوب انډ مېل په لیکنه، مېرمن نبي‌زاده په تېر حکومت کې د ولسي جرګې استازې وه او په خطرناکو شرایطو کې ژوند کاوه.

ورځپاڼه زیاتوي، تر هغې پېښې دوې ورځې وروسته په کاناډا کې دا خبر خپور شو، چې د دغه هېواد د نړیوالو چارو اداره په پام کې لري، د هغو دولتي کارکوونکو قدردانی وکړي، چې له افغانستان څخه د کاناډايي وګړو یا د کاناډا د دایمي استوګنې د اسنادو لرونکو په ایستلو کې یې همکاري کړې وه.

کرکټر (Cricketer):

  • د بریتانیا کرکټر خپرونې چې د کرېکت پر موضوع لیکنې خپروي، د افغانستان د کرېکټ ورزش پر برخلیک لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د ۱۸ کلن مسیح‌الله قاضي خېل یادونه شوې، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته بریتانیا ته کډه شو، حال دا چې ده غوښتل د کرېکټ په ډګر کې د خپل هېواد لپاره لوبه وکړي، خو اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

د مقالې لیکوال پاول اډوارډز (PAUL EDWARDS) زیاتوي، د کرېکټ دغه ځوان لوبغاړي په انګلستان کې په نوي کور کې تر ځای پر ځای کېدو، ژبې زده کولو او کالج ته له تګ وروسته اوس خپل تمرینونه پیل کړي دي.

د کیڼ لاس دې تنکي ورو توپ اچوونکي د دوبي پر مهال د است¬وډ بانک (Astwood Bank) د کرېکټ په محلي لیګ کې برخه واخیسته چې ۵۱ ویکټې یې واخیستې او د ده په مرسته دغه ټیم وتوانېد په هغه لیګ کې درېیم مقام خپل کړي.

لیکوال بیا د افغانستان وروستیو تحولاتو ته کتلي او وايي، زه چې دا لیکم، په افغانستان کې نجونې او ښځې ښوونځیو یا هم پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري، ښځې او نجونې نه‌شي کولی چې په غیردولتي مؤسسو کې کار وکړي.

د ازادۍ راډیو د راپورونو له‌مخې پر ښځو او نجونو د همدغو محدودیتونو له کبله اسټرالیا له افغانستان سره پلان شوې درې پنځوس اووره یا ورځنۍ مسابقې لغوه کړې.

په پام کې وه دغه مسابقې په مارچ میاشت کې وشي.

تر دې وروسته د بشري حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرېکټ له نړیوالې شورا د افغانستان د غړیتوب د ځنډېدو غوښتنه وکړه، د افغانستان کرېکټ بورډ یې په غبرګون کې ویلي چې، له افغانانو باید دا خوښي وانه‌خیستل شي.

د کرېکټ ځینو افغان لوبغاړو د اسټرالیا پر وروستۍ پرېکړه غبرګون کې ویلي، کرېکټ باید له سیاست سره ګډ نه‌شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ګلوب انډ مېل د نبي زاده له وژنې وروسته وضعیت ته کتنه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*