ازبکستان: په یوه ګودام کې چاودنې او اورلګیدو یو تن وژلی او ۱۶۰ نور ټپیان کړي

د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند مرکزي هوايي ډګر ته څېرمه نن سهار په یوه ګودام کې یوه زوروره چاودنه شوې او په پایله کې یې لږ تر لږه یو ۱۶ کلن ځوان وژل شوی او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

دې چاودنې او ورپسې اور لګېدنې ستر مالي زیانونه هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۴ کسان په سیمه ییزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

ګودام

د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی، چې د نن سهار درې بجو شاوخوا کې د پلازمینې په “سرګلي” سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه، چې د تاشکند ښار یې ولړزاوه او ورپسې سخته اور ولګېد.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي د اور وژنې ۱۶ ټیمونه د چاودنې ځای ته واستول شول او د اور په مړولو یې پیل وکړ.

د ازبکستان د دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د دغه هېواد د پوځ شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېرو برخه اخیستې وه.

د راپورونو له مخې، د نننۍ چاودنې په پایله کې د پېښې ځای ته څېرمه د استوګنې د بلاکونو، دوکانونو او نورو ودانیو او تاسیساتو ښیښې ماتې شوې دي.

له اور وژلو وروسته د سیمې تصویر
ګودام

د ازبکستان ملي خبري اژانس ویلي، چې د اسلام کریموف نړیوال هوايي ډګر چې د ازبکستان تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، له چاودنې سره – سره په عادي ډول فعالیت کوي.

ازبک چارواکو د انټر لوژستیک شرکت په یوه ګدام کې د چاودنې د علت په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د چارواکو په وینا، د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال اچیلبای راماتوف په مشرۍ یو حکومتي کمیسیون جوړ شوی چې وضعیت وڅیړي.

د تاشکند موقت ښاروال شوکت عمرزاکوف ژمنه وکړه چې په دوو تر دریو ورځو کې به ټولو هغو کسانو ته چې د دې چاودنې له امله یې کورونه زیانمن شوي تاوان ورکړي.

په ازبکستان کې د زړو تجهیزاتو او د خوندیتوب او امنیتي معیارونو نه مراعات کولو له امله اورونه یو عادي پیښه ده.

ازبکستان د شاوخوا 35 ملیون نفوس سره، په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد ترټولو ګڼ نفوس لرونکی جمهوریت دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ازبکستان: په یوه ګودام کې چاودنې او اورلګیدو یو تن وژلی او ۱۶۰ نور ټپیان کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*