یعقوب: افغانستان کې د داعش بریدونو کې ترټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وو

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د طالبانو پر وړاندې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا په شویو بریدونو کې ترټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وو.

مجاهد د یکشنبې په ورځ ډسمبر۳۱ (مرغومې لسم) کابل کې خبریالانو ته د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د معلوماتو ورکول په مهال وویل چې په دغه هیواد کې د داعش د ډلې بریدونه په تیرو ۱۲ میاشتو کې د تیرکال په پرتله ۹۵ فیصده کم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د داعش ډله یې تقریبآ ځپلې ده او ټولې عملیاتي شبکې یې له منځه تللي دي، رهبران، د خونړیو بریدونه طراحان او د تحریبي شبکو مسوولین یې یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

هغه وویل: “واک ته د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د رسیدلو وروسته په افغانستان کې کوم بریدونه چې پر جوماتونو، خانقاو، دیني علماو کرامو او د ولسي وګړو په اجتماعاتو ترسره شوي په هغوی ټولو کې د بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول د تاجیکستان د اتباعو څخه کار اخیستل شوی دی. لسګونه تاجیکستاني اتباع زمونږ د عملیاتو په پایله کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي.”

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست وویل: “له ۲۰ څخه زیات پاکستاني وګړي زمونږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او سلګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي.”

نوموړي د ټولو هغو هیوادونو څخه چې له لارې یې وسله وال افغانستان ته داخلیږي په کلکه وغوښتل چې خپل سرحدونه دې د هوا او ځمکې له لارې جدي کنټرول کړي چې افغانستان ته ددغو وسله والو د ننوتلو مخه ونیول شي.

یعقوب مجاهد د طالبانو د حکومت پر وړاندې د مخالفو وسله وال مخالفت په اړه ادعا وکړه، چې د هغوی حضور یوازې په مجازې نړۍ (ټولنیزو شبکو) کې دی او زیاته یې کړه چې هغوی په افغانستان کې د پښې ایښودلو ځای نلري.

ملا یعقوب مجاهد همداشان ادعا وکړه چې په افغانستان کې د سړي تښونکو ډلې ختمې شوې.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد په دغه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو څخه پاتې شویو وسلو په اړه وویل چې دا وسلې ټولې خوندي دي او په مسوولو لاسونو کې دي او د خوندیتوب لپاره یې زیات اقدامات ترسره شوي دي.

ده د داعش په بریدونو کې د پاکستاني وسله والو د ګډون په اړه دا څرکندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان حکومت په پرله پسې ډول د طالبانو څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو له خوا ددغه هیواد په خلاف د افغانستان د خاورې د کار اخیستلو مخه دې ونیسي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي او نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې نه یوازې ازاد فعالیت او خوندي پټنځایونه لري، بلکې په دغه هیواد کې د امریکا او ناټو ځواکونو څخه پاتې شویو وسلو ته هم لاس رسی لري.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د ځپلو دا ادعا په داسې حال کې کړې چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا د دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د طالبانو هڅې کافي نه دي او د ده په وینا د ترهګریزو ګواښونو په ځانګړې توګه د افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د داعش د پراخیدو خطر شته دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې غونډې دمخه د دغې شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د روان ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې ترهګرې ډلې تر پخوا اوس په افغانستان کې د تګ راتګ ډېره ازادي لري او په دغه هېواد کې تروریستي ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

دغې کمیټې ویلي چې د القاعده ډلې په افغانستان کې روزنیز کمپونه هم لري.

د ملګرو ملتونو د ارزونې په اساس، د ۳۰ او ۶۰ ترمنځ د القاعده ډلې لوړ پوړي مقامات په کندهار، هلمند، کنړ او کابل کې مېشت دي او د دغې ډلې ۴۰۰ جنګیالي او ۱۶۰۰ د کورنۍ غړي په افغانستان کې په بېلابېلو روزنیزو کمپونو کې موجود دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، داعش په افغانستان کې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ جنګیالي او په نژدې ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پناه ځایونه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یعقوب: افغانستان کې د داعش بریدونو کې ترټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*