یمن کې د القاعدې څانګې د خپل مشر د مړینې خبر ورکړ

په یمن کې د القاعدې څانګې د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۲۰) د خپل مشر خالد سعید باطرفي د مړینې خبر ورکړ.

د “سایټ” په نوم د ترهګرو فعالیتونو د څار یوې ادارې وویل، د القاعدې له خوا په خپره شوې ویډیو کې، د باطرفي مړی ښودل کیږي چې په کفن کې پوښل شوی او د القاعدې بیرغ ورسره ولاړ دی.

د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه جزیات ندي ورکړل شوي.

باطرفي د ۲۰۲۰ راهیسې د عربو په ټاپووزمه کې د القاعدې مشري کوله او متحده ایالاتو یې په سر پنځه میلیون ډالر انعام ایښی و.

القاعدې د هغه پر ځای سعد بن عاطف العولقي د مشر په توګه نومولی. امریکا د العولقي په سر شپږ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.

د القاعدې د عربو د ټاپووزمې څانګه له اوږدې مودې راهیسې د القاعدې ترټولو خطرناکه څانګه ګڼل کیږي چې په نړیواله کچه د خونړیو بریدونو مسئوله ګڼل کیږي.

په فرانسه کې د “چارلي ابدو” په طنزیه اونیزې کې د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کاریکاتورونو له خپرېدو وروسته، د ۲۰۱۵ په جنوري کې ددې اونیزې پر دفتر په برید کې ۱۲ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول. د القاعدې د عربو د ټاپووزمې څانګې ددغه برید مسئولیت واخیست.

له باطرفي وړاندې، ددې ډلې مشر قاسم الریمي، د متحده ایالاتو په فلوریډا کې د امریکا پر سمندري ځواکونو د ۲۰۱۹ کال د برید په ځواب کې، د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یمن کې د القاعدې څانګې د خپل مشر د مړینې خبر ورکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*