یوناما په افغانستان کې د طبیعي ګواښونو د راکمولو لپاره نړۍوال ملاتړ غواړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا”یوناما” د نړیوالو افتونو د کموالي نړیوالې ورځې په مناسبت له افغانستانه د نړۍوال ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي په ټول افغانستان کې خلک د طبیعي افتونو او اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر د اعلامیې یوه برخه کې داسې راغلي:  «د طبیعي پېښو  د خطر کمولو په نړۍواله ورځ، موږ د بیا رغونې او استقامت لپاره د لا زیاتو نړۍوالو مرستو غوښتنه کوو. »

د اقلیمي بدلون له امله وچکالي، ورانوونکي سیلابونه او زلزلې په افغانستان کې د طبیعي پیښو تر ټولو مهم لاملونه ګڼل کیږي.

د اروزګان ولايت يو کروندګر ٧٢ کلن عبدالمحمد وايي چې د سيلابونو له امله يې کرنيزې ځمکې تخریب او زيانمنې شوې دي.

کروندګر، عبدالمحمد د طلوع نیوز خبریال ته وايي: «څلور جریبه ځمکه مې درلوده او و مې کرله، خو حاصل یې ور نه کړ. ټوله بدنه یې ترې یوړه.»

بلخوا،  په روان کال کې د له امله يو شمېر زيانمن شوي خلک وايي، چې تر اوسه ورسره د کوم بنسټ لخوا مرسته نه ده شوې.

ارزګان کې یو بل کروندګر، حکمت الله وايي: «څو ځل مو خپل نومونه دغو بنسټونو ته ورکړل، خو تر اوسه یې هیڅ کمک نه دی کړی او هیڅ مو لاس ته نه دي راوړي.»

خو د اقتصاد وزارت د طبیعي پېښو زیانونو ته په اشارې سره وايي، اسلامي امارت د طبیعي پېښو د منفي پایلو د مخنیوي لپاره مهم پروګرامونه په پام کې لري.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه وايي: «د احتمالي زیانونو د مخنیوي او د اقلیم د بدلون له پایلو سره د مبارزې لپاره، د معیشت بدلون، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د پیرودلو ځواک زیاتول، د چاپیریال د تخریب مخنیوی او د بندونو او د اوبو د زیرمو په جوړولو سره د سطحي اوبو مدیریت، د کانالونو او سړو خونو جوړول دي. دا ټول زموږ لومړیتوبونه دي.»

د اکټوبر دیارلسمه د ملګرو ملتونو لخوا د طبیعي پیښو د اغیزو د کمولو د نړۍوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

په افغانستان کې د بې وزلۍ او بېکارۍ پر ننګونو سربېره، دغه هېواد لا هم د طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو پر وړاندې یو له ډېرو زیان منونکو هېوادونو  ګڼل کېږي.ملاتړ

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوناما په افغانستان کې د طبیعي ګواښونو د راکمولو لپاره نړۍوال ملاتړ غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*