یونېسېف: د هرات وروستۍ زلزلې ۹۶ زره ماشومان زیانمن کړي

یونېسېف: د هرات وروستۍ زلزلې ۹۶ زره ماشومان زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسېف ویلي چې د هرات وروستۍ سترې زلزلې ۹۶ زره ماشومان زیانمن کړي دي.

یونېسېف په دغه راپور کې د هغو ماشومانو لپاره چې د ژمي په موسم کې د زلزلې له امله د رامنځته شویو ننګونو له ګواښ سره مخ دي، د روغتیا پاملرنې، د پاکو اوبو د برابرولو او د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د یونېسف د اړیکو مسوول دنییل ټیمي و ویل: « موږ نشو کولای چې دلته د لنډمهالو ښوونیزو مرکزونو جوړولو ته دوام ورکړو ځکه د دوی لومړنیو اړتیاو ته د رسېدو لپاره لا زیاتې پانګونې ته اړتیا ده.»

بي بي ګل د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سیاه آب کلي اوسېدونکې ده، چې له خپلو دوو ماشومانو سره په دغه لنډمهالي پنډغالي کې شپې ورځې تېروي.

هغه چې د ژمي په موسم کې خپلو دوو ماشومانو ته اندېښمنه ده له مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې بي بي ګل و ویل: « موږ تمه لرو چې دولت زموږ کورونه زر جوړ کړي او موږ ته په ژمي کې  د سون توکي راکړي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف بیا پخپل تازه راپور کې د افغانستان په لویدیځ کې د ۹۶ زره زلزله ځپلو ماشومانو د وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هغوی په ژمي کې په جدي توګه مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجارېک په دې اړه داسې و ویل: « د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق نن وویل چې په دې هېواد کې د درې میاشتې وړاندې د زلزلې له امله د اغېزمنو شویو ۹۶ زره ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو په اړه اندېښنه لري. یونیسف په دغه هېواد کې د ژمي په سختو شرایطو کې د ماشومانو لپاره د لا زیاتو روغتیایي پاملرنې غوښتنه کړې ده. یونیسف مخکې هم د دغې زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ډېر څه کړي ، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.»

د اقتصاد وزارت بیا وايي، له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې لا زیاتې مرستې را جلب کړي او د هرات زلزله ځپلو لپاره روغتیايي خدمتونه، سرپناه او ښوونیز خدمتونه چمتو کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري و ویل: « د اقتصاد وزارت له ګڼو  اړوندو ادارو سره په ګډه هڅه کوي چي د هرات زلزله ځپلو لپاره د سرپناه، زده کړو او نړۍوالو مرستو د جلب برخو کې د هغوی ملاتړ وکړي.»

یونېسېف په دغه راپور کې ټينګار کړی چې د ویجاړو شویو ټولګیو د بیارغونې کار به ژر تر ژره پیل شي.

دغه بنسټ زیاتوي، د زلزله ځپلو ماشومانو لپاره یې ۶۱ لنډمهالي ښوونیز مرکزونه چمتو کړي چې نږدې درې زره ۴۰۰ ماشومان چې تر نیمایي زیاتې یې نجونې دي، پکې خپلې لومړنۍ زده کړې وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونېسېف: د هرات وروستۍ زلزلې ۹۶ زره ماشومان زیانمن کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*