یو شمېر ځوانان د کتاب لوستنې د فرهنګ پر ترویجولو ټینګار کوي

💬0

یو شمېر ځوانان د کتاب لوستنې د فرهنګ پر ترویجولو ټینګار کوي

د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې د روحیې د پیاوړتیا او مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې د کتاب لوستنې ۳۶م پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دې فرهنګي سیالۍ کې د نجونو او هلکانو په ګډون نږدې ۶۰۰ ځوانانو او زده‌کوونکو ګډون کړی وو او په یوه علمي او رقابتي چاپېریال کې یې له یو بل سره سیالي وکړه.

د دې سیالۍ تنظیموونکی، عبدالحسین فرهمند وايي: «د کتاب لوستنې سیالیو د جوړولو موخه تر ډېره د ځوانانو د پوهاوي او معلوماتو کچې لوړول او همدارنګه هغوی مطالعې ته هڅول دي.»

یو شمېر ګډونوالې مېرمنې د داسې پروګرامونو جوړول د ځوانانو، په ځانګړې توګه د نجونو، په فکري او علمي ودې کې اغېزناک بولي.

زهرا احمدي وویل: «که دا ډول پروګرامونه د هېواد په کچه پراخ شي، نو هغو کسانو ته چې له زده کړو پاتې شوي دي، ډېرې ګټې رسولی شي.»

فرزانه حیدري وايي: «موږ باید یوازې په دغو پروګرامونو بسنه ونه کړو، بلکې هڅه وکړو چې زموږ د خلکو ترمنځ د مطالعې فرهنګ عام شي.»

له بلې خوا، یو شمېر ګډونوالو هلکانو هم د کتاب لوستنې سیالي د پوهې زیاتوالي، د تجربو د تبادلې او مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې لپاره ښه فرصت وباله.

مهران الهام وويل: «موږ د داسې پروګرامونو له جوړېدو هرکلی کوو او د لا ډېرو ورته پروګرامونو غوښتونکي یو.»

دا فرهنګي سیالي د جاغوري ولسوالۍ د یوې کتابخانې او یو شمېر خصوصي ښوونځیو له لوري جوړه شوې وه، او تنظیموونکو د پنځو غوره ګټونکو لپاره یو ـ یو لپټاپ کمپیوټر د جایزې په توګه ځانګړی کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یو شمېر ځوانان د کتاب لوستنې د فرهنګ پر ترویجولو ټینګار کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*