یو کلتوري‌ مرکز په جرمني کې د پښتو ژبې د ودې دپاره هڅه کوي

یو کلتوري‌ مرکز په جرمني کې د پښتو ژبې د ودې دپاره هڅه کوي
یو کلتوري‌ مرکز په جرمني کې د پښتو ژبې د ودې دپاره هڅه کوي

د جرمني په بن ښار کې د “افغانیک” په نوم کلتوري مرکز چلوونکي‌وايي، د پښتو ژبې او افغان کلتور د ودې دپاره کار کوي.

د افغانیک مرکز مشر یحیا وردګ وايي هغو افغانو ماشومانو او زلمو ته چې په خپله ژبه خبرې نشي کولی، په دې هیله پښتو ور زده کوي چې له خپل هویت سره اشنا شي او د افغانستان کلتور ته کار وکړای شي.

نوموړی وايي: “هر ماشوم چې دلته راغلی، لومړی یې د خپل مور او پلار مکلفیت دی چې په خپله ژبه ورسره وغږېږي، ځکه دا د زرهاوو کلونو یو امانت او فرهنګي میراث دی او موږ باید دا خپلو راتلونکو نسلونو ته ورسوو.”

ښاغلی وردګ د ماشومانو دپاره د ژبې د تدریس په برخه کې د کتابونو کمښت یوه ستونزه بولي او وايي، اوس مهال پخپله د پښتو ژبې د تدریس د کتابونو په لیکلو بوخت دی.

د افغانیک غیر انتفاعي ټولنې د جرمني حکومت او ځینو موسساتو په ملاتړ، له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي او د کلتوري هلوځلو تر څنګ په جرمني کې د مېشتو افغانانو لپاره د خپلمنځي اړیکو ټینګولو زمینه برابروي. ددې مرکز چلوونکي وايي، هڅه کوي چې د افغانستان دپاره په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې په برخه کې اړینې مرستې راټولې کړي.

یحیا وردګ وايي، ټولنې یې په افغانستان کې د پوهنتونونو لپاره نږدې ۴۰۰ او په جرمني کې نږدې ۸۰ جلده کتابونه چاپ کړیدي. نوموړی ددغو کتابونو په اړه زیاتوي: “د پاچا خان په اړه ۱۵ کتابونه، پټه خزانه په الماني ژبه، د رحمان بابا کتاب په الماني، ګل پاچا الفت کتاب په الماني دی، پښتو لنډۍ او درې، څلور کتابونه د غني خان دي او د ماشومانو لپاره کتابونه دي”

د افغانیک مرکز په اړه نور حال پدې راپور کې وګورئ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یو کلتوري‌ مرکز په جرمني کې د پښتو ژبې د ودې دپاره هڅه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*