متقي نیکلاسن ته: د دوحې په غونډه کې معناداره ګډون غواړو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي او دواړو خواو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.