د چنې وهلو جهاد

💬4
خراسان

د چنې وهلو جهاد
د خراسان څانګه د خلافت ژمنه کوي، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې په ارزانه بازارموندنه قانع شوې ده.
دې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د دوو هدفي وژنو پړه پر غاړه اخیستې ده: په باړه کې د طالبانو د پخواني غړي حمزه چې په «خلیفه» مشهور و، او په واڼه کې د مولوي نذیر ډلې پورې تړلي پخواني قومندان محمد خالد زلي‌خېل وزیر وژنه. دا د هغو بریدونو بېلګې دي چې د داعش خراسان څانګه یې اوس د خپل دوامداره ځواک د ثبوت په توګه کاروي: یو بې‌دفاع او یوازې کس پیدا کول، ورباندې ډزې کول او بیا د «اسلامي دولت» لپاره د بلې لویې بریا اعلانول.

او بیا په کابل…
د کابل په هزاره مېشته سیمه «دشت برچي» کې یوه ښوونځي ته نږدې د لاسي بم چاودنې، د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان کړل. د دې پېښې د مسؤلیت په اړه لا هم څېړنې روانې دي، که څه هم د طالبانو چارواکو په ښکاره داسې انګیرلې چې د دې برید تر شا د داعش یا د هغوی د کومې تړلې ډلې لاس درلودلی شي.
که داسې وي، نو دا پېښه له یوې جدي او وېروونکې تګلارې سره پوره سمون خوري:
یو لاسي بم. یوه تومانچه. یو بې‌دفاع یا ځانګړی هدف. او بیا تبلیغات چې هڅه کوي دا ډول عمل د یوې پوځي بریا په توګه وښیي.
دې ته د «د چنې وهل جهاد» ویلی شو.

تبلیغات او حقیقت
تاوتریخوالی یو تریخ حقیقت دی او قربانیان یې د دې مستحق نه دي چې د هغوی درد او کړاو په تبلیغاتي ابزارو بدل شي. مګر تاوتریخوالی د ځواکمنتیا په مانا نه دی. د داعش خراسان څانګه ادعا کوي چې د یو داسې انقلابي خوځښت استازیتوب کوي چې حکومتونه به نسکوروي او خلافت به رامنځته کوي. د دې معیار له مخې، د پخوانیو چارواکو ترور کول او د ماشومانو په منځ کې د لاسي بمونو غورځول د پرمختګ نښه نه ده؛ بلکې د دې ښکاره ثبوت دی چې دا ډله له خپلو هیلو څخه څومره لرې پاتې ده.
د دوی تر کنټرول لاندې قلمرو مځکه چا لیدلې؟ پوځي بریاوې یې چېرته دي؟ ولسي پاڅون یې چېرته دی؟ سیاسي نفوذ یې په کوم ځای کې دی؟
وژل د حکومتدارۍ په مانا نه دي. ترهګري سیاسي واکمني نه ده او پر داسې خلکو برید کول چې دفاع نشي کولی، د زورورو ماتول نه دي.
داعش خراسان لا هم وژلی شي، لا هم کورنۍ وېرولی شي او ژوند خرابولی شي؛ دا چاره هغوی خطرناکه معرفي کوي، خو بریالۍ یې نشي ثابتولی.
د هغه سازمان لپاره چې خپلو پلویانو ته د یوې امپراتورۍ د جوړولو ژمنه ورکوي، د دې تناقض او تضاد پټول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي:
ارزانه وسلې. واړه بریدونه. مبالغه امیزه ادعاوې.
دا د غریبانو یا ارزانه بیې جهاد دی چې د انقلاب په نوم پلورل کېږي.

امواج پرس

4 Comments on "د چنې وهلو جهاد"

  1. خوب است

  2. من میخاهم بخاطر مشکلات که دارم بروم از افغانستان بیرون

  3. از آرامش وطن راضی هستم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*