امنیت



هرات کې د شیعه ګانو په یو جومات په برید کې شپږ لمونځ کوونکي وژل شوي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو ناپيژانده وسله وال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له امله یې شپږتنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.







سیګار: داعش افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د یو جدي ګواښ په توګه پاتې دی

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر “سیګار” د ایکس په پاڼه په یو راپور کې ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګه نه یوازې دننه په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ لپاره یو جدي ګواښ دی، بلکې دغه ډله د امریکا او د دغه هیواد متحدینو ته هم یو ګواښ په توګه لا پاتې ده.