امنیت

پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د “عورت مارچ” لاریونونه

د “عورت مارچ” په نامه د میرمنو یوې ډلې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم اوومه) د پاکستان د لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او ملتان په ښارونو کې د پاکستان د حکومت هغې پریکړې په خلاف مظاهرې وکړې چې له مخې یې په دې هیواد کې میشت غیر قانوني افغان کډوال ایستل کیږي.





بنیټ: افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې ګواښونه بیړني حل ته اړتیا لري

ریچارد بنیټ وايي د طالبانو د ځپوونکو پالیسیو او کړنو له امله افغانستان د بشري وضعیت د خرابیدو په ګډون د هممهاله ګواښونو سره مخ دی، چې د معافعیت فرهنګ، روان بشري او اقتصادي بحران، وروستۍ مرګوني زلزلې او پراخه جبري احتمالي ستنیدلو د مخنیوي لپاره په بیړني ‌ډول اقداماتو ته اړتیا لري.



ملګرو ملتونو پاکستان ته د افغان کډوالو په ثبتولو او هلته د اوسېدو مودې غځولو کې د مرستې وړاندیز وکړ

ملګرو ملتونو پاکستان ته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ثبتولو او هلته د اوسېدو مودې غځولو کې د مرستې وړاندیز کړی دی. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو یو این ایچ سي ار او د کډوالۍ اړوند ادارې ای او ایم له پاکستانه غوښتي چې له خطر سره د مخامخ افغانانو د خوندي ساتلو چاره روانه وساتي.