المرصاد: طالبانو د داعش دوه غړي نیولي، چې افغانستان ته د ورانکارۍ له پاره راغلي وو

طالبانو پورې تړلې رسنۍ المرصاد د دوو تنو هغو کسانو ویډیو ګانې خپرې کړې، چې وايي د پاکستان اوسېدونکي دي او افغانستان ته د ورانکارو چارو لپاره رالېږل شوي وو.

د دغو دوو نیول شویو کسانو په ډله کې یو یې د داعش خراسان لپاره د ځوانانو د جلبولو لپاره ګومارل شوی و او بل هغه یې په نورو تبلیغاتي او ورانکارو چارو کې لاس لاره.

دغو دواړو دا منلې، چې د ټېلګرام له لارې یې په اروپا کې مېشت افغانان د داعش سره یو ځای کولو ته هڅول او د داعش خراسان لپاره یې مالي ملاتړ تر لاسه کاوه.
دغو دواړو کسانو ځانونه د پاکستان اوسېدونکي پېژندلي، چې یو یې په پښتو او بل یې په اردو ژبه خبرې کوي، دوی دواړو دا منلې چې په پاکستان کې د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شوي وو.
خو دا معلومه نه ده، چې دغه اعترافات له نیول شویو کسانو څخه په څه وړ شرایطو کې اخیستل شوي او تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې هم د دغو اعترافاتو په اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان انټرنشنل هم د دغه شان اعترافاتو د کره‌والي په اړه څه نه شي ویلای.
تر دې وړاندې هم طالبانو څو، څو ځلې ویلي و، چې د داعش ډلې ګڼ کسان یې نیولي او دغه ډله یې ځپلې ده؛ خو وروستیو پېښو ته په کتو داسې نه ښکاري، چې طالبانو دې په افغانستان کې د داعش ډله ځپلې وي.

طالبانو پورې تړلې رسنۍ المرصاد د دوو تنو هغو کسانو ویډیو ګانې خپرې کړې، چې وايي د پاکستان اوسېدونکي دي او افغانستان ته د ورانکارو چارو لپاره رالېږل شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "المرصاد: طالبانو د داعش دوه غړي نیولي، چې افغانستان ته د ورانکارۍ له پاره راغلي وو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*