د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته الوتنې پیلوي
د ترکیې هوايي شرکت (Turkish Airlines) اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې له ۲۱ څخه وروسته بیرته افغانستان ته الوتنې پیلوي.
د ترکیې هوايي شرکت (Turkish Airlines) اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې له ۲۱ څخه وروسته بیرته افغانستان ته الوتنې پیلوي.
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
ارزګان کې مسوولین وایي، د وروستیو سیلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۷۰ ښوونځي او مدرسې په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د راتلو له امله ۹۰ تنه مړه شوي او ۵۴ تنه نور ټپيان دي.
د افغانستان د ملي امنیت مخکینی مشر: د بوکو حرام او الشباب ډلې هم افغانستان ته راغلې دي
په جلا وطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فډراسیون په پاکستان کې د افغان کډوالو د بد وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام نن د غوايي میاشتې درېیمه د ځمکې د ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت په سخت ناورین اندېښنه څرګنده کړه.
د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام (UNDP) په ” افغانستان کې متشبثو ښځو ته غوږ نیول، مبارزه او مقاومت” تر نامه لاندې په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې متشبثې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې د اضافي مصرف په ګډون د ګڼو ننګونو او خنډونو سره مخ دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د دوهم پړاو په لومړۍ ورځ تر ۵۰ ډیر کسان له دغه هیواد څخه په زوره ایستل شوي دي.
په افغانستان او پاکستان کې د هوا پیژندنې او اضطراري چارو د ادارو مسؤلینو سه شنبه اپریل ۱۶ ( وري ۲۸) ویلي چې د شدیدو بارانونو څخه وروسته په سیلابونو او تندر په پیښو کې په دواړو هیوادونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شویدي.