د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، افغان ښځینه لوبغاړې په کوردننه او ټوله نړۍ کې په سپورټ پورې تړلې دي.
ښاغلي بینیټ دغه څرګندونې نن جمعه په خپله ایکس پاڼه کې د استرالیا په میلبورن کې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې وروستۍ لوبې ته په اشاره کړي.
هغه زیاته کړې چې افغان لوبډلې په میلبورن کې په هرې منډې سره ښکاره پیغام ورکړ چې دوی به غلې نشي.
هغه زیاته کړه، په داسې حال چې افغان ښځې په جلاوطنۍ کې لوبې کوي، په افغانستان کې ښځې په بشپړدول له سپورټ څخه منع دي.
افغان ښځینه لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په میلبورن کې د اسټرالیا د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې په وړاندې د دوو منډو په توپیر لوبه وبایلله.
د امریکا کرکت بورد په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ نورمحمد مراد له هغو یو شمېر وړتیا لرونکیو نوماندانو څخه غوره شوی، چې شپږ هغو یې په دې اړه مرکې کړې دي.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې نورمحمد مراد له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ ز. کلونو پورې د افغانستان د کرکت بورد د اجرائیه رییس په توګه دنده ترسره کړې او د هېوادني کرکت د ډګر له ټيټې کچې څخه په ۲۰۱۵ کال کې ځان د کرکت نړیوال جام ته ورساوه.
افغان لوبډلې په کرکت بورد کې د نوموړي د دندې پر مهال د کرکت نړیوالې شورا او لاریوس بنسټ څخه معتبرې جایزې ترلاسه کړې دي
نوموړي په کابل طبي پوهنتون کې طبي زدهکړې کړي او د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق لپاره یې هم کار کړی دی.
د امریکا کرکت بورد ویلي، چې نور محمد مراد به د کاري ویزې له ترلاسه کولو وروسته د دغه بورد د اجرائیه رییس په توګه خپله دنده پیل کړي.
دغه راز د امریکا کرکت بورد د دې بورد د رییس په توګه د وینو پسیک له ټاکل کېدو هم خبر ورکړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "ریچارډ بنېټ وايي افغان ښځینه کرکټرانو پرون وښوده چې دوی به خاموشه پاتې نه شي"