
افغانستان د ۲۰۲۶ کال د مثبتې سولې شاخص کې په ۱۵۷م مقام کې راغلی
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د «۲۰۲۶ کال د مثبتې سولې شاخص» په راپور کې افغانستان د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې په ۱۵۷م ځای کې راوستی؛ راپور ښيي چې د ارزونې په موده کې په افغانستان کې د مثبتې سولې وضعیت شاتګ کړی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، د مثبتې سولې په شاخص کې د افغانستان نمره ۴.۱۹ ته رسېدلې او وضعیت یې ۳.۳ سلنه خراب شوی دی.
افغانستان د تېرې درجهبندۍ په پرتله درې ځایه شاته تللی او د مثبتې سولې د ټیټې کچې لرونکو هېوادونو په ډله کې راغلی دی.
د سیاسي چارو شنونکي عنایتالله عادل وایي: «دغه راپورونه په حقیقت کې د افغانستان له واقعیتونو او هغه څه سره چې په دې هېواد کې روان دي، سمون نه لري او په ټکر کې دي.»
د دغه نوملړ په سر کې ډنمارک، فنلنډ او سویډن په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم ځای لري.
له افغانستان وروسته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، یمن، چاد، د مرکزي افریقا جمهوریت، جنوبي سوډان او سومالیا ځای لري.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په دې ارزونه کې، د جګړې او تاوتریخوالي د نشتون ترڅنګ، اغېزمنه حکومتولي، د معلوماتو ازاد بهیر، بشري پانګه او د نورو د حقونو منل هم د ارزونې د معیارونو په توګه په پام کې نیولي دي.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په راپور کې راغلي: «د افغانستان شاتګ د سیاسي پرانیستون او د معلوماتو د بهیر اړوند شاخصونو کې د پام وړ کمښت له امله دی. د مطبوعاتو ازادي ۷۸.۸ سلنه کمه شوې چې په سیمه کې د یوه شاخص تر ټولو لوی کمښت بلل کېږي. په ورته وخت کې، د معلوماتو کیفیت ۲۳.۴ سلنه او د نفوسو له بېلابېلو ډلو سره د برابر چلند د ملاتړ قوانین ۲۵ سلنه شاته تللي دي.»
د سیاسي چارو شنونکي یوسفامین ځاځی په دې اړه وایي: «سوله ډېر پراخ مفهوم لري. سوله هغه مهال وي چې خلک بشپړ ارامښت ولري، ټول حقونه یې ورکړل شي، پر خپل راتلونکي ډاډمن وي او حکومتونه حساب ورکوونکي وي؛ هغه مهال ویلای شو چې مثبته سوله شته.»
اسلامي امارت تر اوسه د دغه راپور په تړاو څه نه دي ویلي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د ۲۰۲۶ کال د مثبتې سولې شاخص کې په ۱۵۷م مقام کې راغلی"