
اوزبېکستان: د افغانستان تلپاتې ثبات د سیمهییزې همغږۍ له لارې ټینګېدای شي
د اوزبېکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف د افغانستان او سیمهییز امنیت په اړه په اوسلو کې د دوه ورځني ورکشاپ له جوړېدو خبر ورکړی دی.
نوموړی وايي، په دې ناسته کې له افغانستان سره د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز اتصال په برخو کې د تعامل پر پیاوړتیا او دوامداره خبرو اترو ټینګار شوی دی.
وهابوف زیاته کړې چې اوزبېکستان باور لري، د افغانستان تلپاتې ثبات په تدریجي ډول د سیمهییزې همغږۍ په بهیرونو کې د دغه هېواد د ګډون له لارې ټینګېدای شي؛ داسې تګلاره چې د نوموړي په وینا، د ګډو ګټو او په سیمه کې د لا ډېر ثبات لپاره زمینه برابرولی شي.
د اوزبېکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف ویلي: «په دې خبرو اترو کې مې د سولې ټینګښت او ښه ګاونډیتوب په برخه کې د اوزبېکستان تجربې له نارویژي لوري سره شریکې کړې او پر دې باور مې ټینګار وکړ چې تلپاتې ثبات یوازې د سیمهییزې همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې ترلاسه کېدای شي. دا خبرې اترې یو هیلهبښونکی پیل و او هیله لرم چې په یوه منظم او دوامداره بهیر بدلې شي.»
د سیاسي چارو شنونکي داوود شیرازي په دې اړه ویلي: «که په سیمه کې ثبات وي او اقتصاد پیاوړی وي، زموږ ګاونډیان، اوزبېکستان، تاجیکستان او نور ټول ګاونډي هېوادونه ترې ګټه پورته کوي.»
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د یو اتیایمې دورې رییس وايي، د اوزبېکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره یې په لیدنه کې د ګډو لومړیتوبونو، په ملګرو ملتونو کې د همکاریو او د نړیوالو او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د خلیلالرحمان په وینا، د افغانستان وضعیت هم د دې لیدنې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه و.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: «افغانستان د خپلې اقتصاد محوره تګلارې پر بنسټ غواړي چې له نړۍ، په ځانګړې توګه د دې سیمې له هېوادونو سره منظمې او همغږې اړیکې ولري.»
اوزبېکستان په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا او د ټرانس افغان دهلېز په څېر د بنسټیزو پروژو د پرمختګ لپاره پراخې هڅې کړې دي.
لومړی نظر وکړئ on "اوزبېکستان: د افغانستان تلپاتې ثبات د سیمهییزې همغږۍ له لارې ټینګېدای شي"