
د افغانستان – اوزبېکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ دهلېز پیاوړتیا
د اوزبېکستان د وسپنې پټلۍ شرکت اعلان کړی چې د افغانستان د حیرتان – مزارشریف د وسپنې پټلۍ پر کرښه، د نایباباد تمځای کې د زر مترو په اوږدوالي یوه فرعي کرښه جوړه شوې ده.
د دې کرښې د جوړولو موخه د توکو د لېږد چټکتیا، د ګڼې - ګوڼې کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر ښه کول بلل شوي دي.
یاد شرکت زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد کچه مخ په زیاتېدو ده او د حیرتان – نایباباد – مزارشریف لاره د سیمې پر مهمو سوداګریزو دهلېزونو بدله شوې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډهوال په دې اړه وايي: «د اورګاډي د پټلیو له لارې د کابل او تاشکند ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کېدای شي، اقتصاد وده کولی شي، او په عین وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لېږدونه په لږ وخت او کم لګښت ترسره کېدای شي.»
په همدې حال کې، د ټولګټو وزارت وایي چې د حیرتان – مزارشریف د وسپنې پټلۍ کرښه د کابل او تاشکند ترمنځ یو مهم رېلي دهلېز دی او د نایباباد پروژه د افغانستان د وسپنې پټلیو د پراختیا د هڅو یوه برخه ده.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په دې اړه وايي: «اسلامي امارت هڅه کوي چې له یوې خوا ملي سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او له بلې خوا د بېلابېلو لارو له لارې د لېږدونو کچه زیاته کړي.»
افغانستان او اوزبېکستان په درېیو مهمو رېلي برخو کې همکاري لري؛ چې د حیرتان – مزارشریف د کرښې بیا رغونه، د افغان – ټرانس پروژه چې لا هم د امکان سنجۍ په پړاو کې ده او د هرات – مزارشریف پروژه چې تخنیکي چارې یې د اوزبېکستان له خوا ترسره کېږي، پهکې شاملې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی، شمسالرحمن احمدزی په دې اړه وايي: «افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په سیمه کې ښه جغرافیایي موقعیت لري. که دا پروژې عملي شي، نو زموږ د هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري او همدارنګه کولی شي د مرکزي اسیا او خلیج ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي.»
د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ شرکت ټینګار کړی چې افغانستان د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د نښلولو په برخه کې مهم رول لري او د نایباباد تمځای کولی شي د روسیې، قزاقستان او چین په څېر هېوادونو څخه د پاکستان او هند بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره پر یو مهم ټرانزیټي مرکز بدل شي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان – اوزبېکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ دهلېز پیاوړتیا"