
جلالاباد کې د نفوسو زیاتوالی؛ ښاروالۍ د ښاري پراختیا لپاره هڅې پیل کړې
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار چې د هېواد له مهمو سوداګریزو او ګڼ نفوسو ښارونو څخه دی، د نفوسو د زیاتوالي او ښاري بېنظمۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د پخوانیو ښاري پلانونو له مخې، جلالاباد ښار د شاوخوا ۴۰ زره وګړو لپاره طرحه شوی و او مساحت یې ۲۷ کیلومتره مربع ټاکل شوی و، خو اوس په دغه ښار کې نږدې دوه میلیونه وګړي ژوند کوي.
د جلالاباد ښاروال طلوعنیوز ته ویلي چې په وروستیو کلونو کې له بهرنیو هېوادونو د کډوالو راستنېدو او له نورو ولایتونو څخه د خلکو راتګ د دغه ښار د نفوسو د زیاتوالي لامل شوی دی.
د نوموړي په خبره، د ښاري نظم د ټینګښت او منظمې پراختیا لپاره د تفصیلي پلانونو پلي کېدو او نوي ماسټر پلان ته اړتیا ده.
د جلالاباد ښاروال بسمالله بلال ویلي: «د جلالاباد ښار د پراختیا او ګڼې ګوڼې د کمېدو لپاره د داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي پلانونه نه دي پلي شوي، خو زموږ هڅه دا ده چې تفصیلي پلان پلی کړو. د دغه پلان په پلي کېدو سره به د ښار په مهمو برخو کې سړکونه جوړ شي چې ورسره به ښاري پراختیا رامنځته او ګڼه ګوڼه کمه شي. د ښار د نوي ماسټر پلان لپاره هم د کور او ښار جوړونې وزارت تخنیکي ډلې کار کړی او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې یې منظوري وشي.»
په همدې حال کې، د جلالاباد ښاروالۍ له لوري د هغو استوګنیزو کورونو او سوداګریزو هټیو د نړولو چارې پیل شوې چې د تفصیلي ښاري پلان د پلي کېدو پر وړاندې خنډ بلل کېږي.
خو د دغو کورونو او سوداګریزو مرکزونو یو شمېر خاوندان وايي چې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو له امله یې ملکیتونه ویجاړ شوي او کاروبارونه یې زیانمن شوي دي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي میراعجب ویلي: «موږ د جلالاباد ښار پر پراختیا خوښ یو، خو د پراختیايي پروژو د پلي کېدو پر مهال زما سوداګریز سرای ویجاړ شو چې له امله یې زما کاروبار له منځه ولاړ او ګڼ کسان بېروزګاره شول. موږ لا هم هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، خو حکومت دې زموږ د زیانونو د جبران او کاروبار د بېرته پیل لپاره مرسته راسره وکړي.»
د جلالاباد ښار بل اوسېدونکي فرهاد عرب ویلي: «د جلالاباد ښار په پراختیايي پروژو کې زموږ ځمکې د نقشې لاندې راغلې او له منځه ولاړې. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د دغو ځمکو په بدل کې موږ ته پیسې یا بدیلې ځمکې راکړي.»
بلخوا د جلالاباد ښار یو شمېر نور اوسېدونکي د ښاري ګڼې ګوڼې، د موټرو د تمځایونو د کمښت او د سړکونو د تنګوالي له امله شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دغو ستونزو د هواري لپاره عملي اقدامات وکړي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي لطیفالله ویلي: «د جلالاباد ښار د پراختیا او ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره باید په ښار کې پارکېنګونه جوړ شي، سړکونه پراخ شي او له ښاره بهر نوي مارکېټونه جوړ شي.»
د جلالاباد ښار بل اوسېدونکي فیاض احمد ویلي: «په جلالاباد ښار کې د پخوا په پرتله نفوس ډېر شوی دی. د ښاري ښکلا او نظم لپاره باید پارکونه او پارکېنګونه جوړ شي او سړکونو ته پراخوالی ورکړل شي.»
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولان د نوي ښاري ماسټر پلان پلي کېدل د ښاري نظم د ټینګښت، د ګڼې ګوڼې د کمېدو، د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، پانګونې ته د زمینې برابرولو او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بولي.
لومړی نظر وکړئ on "جلالاباد کې د نفوسو زیاتوالی؛ ښاروالۍ د ښاري پراختیا لپاره هڅې پیل کړې"