خوارج په افغانستان کې له تاسیس څخه تر ماتې

8
3

خوارج په افغانستان کې له تاسیس څخه تر ماتې

اسلامي امت د هغو فتنه ګرو ډلو له را ټوکیدو پردي نه دی چې د خپلو شومو پلانونو د پټولو لپاره تل له اسلامي سپېڅلو مفاهيمو، احکامو او ديني دعوو څخه استفاده کوي. زموږ بحث یوازې د منافقینو په اړه نه دی، موږ دلته د خوارجو په اړه بحث کوو. د اسلامي تاریخ پـه اوږدو کې داسې ډلې رامنځته سوې چې ادعا به یې کوله چی د اسلام دفاع کوی، خو وروسته به بیا ثابته سوه چې دوی په حقیقت کې د اسلام تر ټولو قسم خوړلي دښمنان دي او موخه به یې هم زموږ د عقیدوي نظام ویجاړول وه. په معاصر تاریخ کې داعش د دغو خوارجو تر ټولو بده بېلګه ده. خوارجو په داسې وخت کې پر اسلامي امت يرغل وکړ چې دا هیوادونه له فساد، اقتصادي ستونزو او اوږدمهاله بې ثباتۍ سره مخ وو. په دغه نازک او حساس وخت کې، داعش هڅه وکړه چې د مسلمانانو د عقیدې سیسټم له مینځه یوسي او د بهرنیانو د کرکې پروژه پر مخ بوځي. دوی د دی موخی د لاسته راوړلو لپاره د ساده او نا لوستو مسلمان ځوانانو څخه نا وړه ګټه پورته کولو ته مټی را ونغاښتي. داعش په لومړي وار پـه عراق کې راڅرګند سو،خو افغانستان ته په رسېدلو سره سمدستی د مطلقې ماتې سره مخ سو او د سیمی به تاریخ کی تر ټولو شرمیدلی او ناکامه ډله او هڅه ضبط سول. پوښتنه دا ده چې څه پیښ سول چې د داعش ډله چې په عراق او سوریه کې یی د تیلو لوې ځیرمې او پراخه سیمې کنټروله ولی په افغانستان کې پـه بشپړه توګه ناکامه سوه؟

لومړی، داعش د اسلامي اصولو پر اساس د خلافت د جوړولو د دعوې کوونکي په توګه د اساسي شرطونو په پوره کولو کې پاته راغلی. د اسلامي سیاست په چوکاټ کې د حکومت، خلافت یا اسلامي دولت اساسي شرط دا دی چې د اسلامي حکومتولی د قوانینو پر بنسټ چې په قرآن او نبوي احادیثو کې پـه واضیح ډول تشریح سوي دي باید ولاړی وي. پر افغانستان باندې د دغې ډلې د یرغل له لومړیو ورځو څخه د داعش ناوړه ارادې چې د اسلامي امت عالمان به یی شهیدان ول، اسلامی عقاید به یی تخریبول او د اسلامي هیوادونو دولتی او اقتصادی بنسټونه به یی ویجاړول له ورایه څرګند وه. افغانان چې پـه خپلو عقايدو وياړي او کلونه کلونه يې د اسلام، سولې او يووالي د دفاع لپاره مبارزه کړې، د داعش د دغې ناوړه ډلې په وړاندې کلک ودریدل. ډېر وخت لا نه و تېر چې نړۍ ته دا ثابته سوه چې داعش به د افغانانو پر سپېڅلو اسلامي افکارو د برلاسي کېدو چانس هیڅکله هم پیدا نکړي.

دوهم، په عراق او سوریه کې د داعش ناڅاپه وده د ملیونونو ډالرو په ارزښت د تیلو د ناقانونه استخراج او قاچاق شبکو له خوا تمویلیدله. خو د افغانستان مجاهد پروره خاوره چې له کلونو راهیسې د تپل شویو جګړو له امله زیانمنه سوې وه، د داعش د اجیرو جنګیالیو ملیشو او د دې مادې پرستې ډلې د مشرانو لپاره د پیسو سرچینه نه سوای کیدای. نو داعش باید خپل د مادی خواهشاتو لپار ه پـه سیمه کي د نور هیوادونو پر جرمي او ترهګرو ډلو تکیه کړی وای تر څو یی دغه د کرکی پروژه پر مخ بیولی وای. د داعش له دغو بهرنیو ملاتړونو سره سره، دغه ډله د هغو ژمن افغانانو پر وړاندې چې په اسلامی جزبه، پـه خپلو اهدافو او اراضیو باندي پـه بشپړه پوهی او اطمینان سره و نه توانیدل چی زموږ په خاوره او ولس حاکمیت پیدا کړي. ډېر وخت لا نه و تېر سوی چې زموږ سپېڅلې خاوره چې د افغانستان پـه ختیځ کې د داعش له خوا نیول سوې وه، بېرته ازاده سوه او د داعش پردی ملیشی به نور هیڅکله هم زموږ د خاوری دی نیولو خوب و نه وینی.

درېیم، د تاریخي لحاظه د خوارجو د درواغو مزل ډېر لنډ وي. کله چې د دوی منافقتونه بربنډه سی نو دوی بیا به هغه ټولنه کی د پاته کیدو چانس نه لري. لکه څنګه چې موږ مخکې په څو مقالو کې پـه دی هکله لیکلی، د داعش منافقت او د هغوی اسلامي ضد اجنډا روښانه وه او افغانان کولای سوای پـه اسانۍ سره د داعش ناوړه ارادې وپیژني. موږ په دې نتیجې ورسیدو چې داعش یوازې پـه هغه ټولنه کې ژوندی پاته کیدای سي چې ګډوډي او جهالت پر هغه ځای حاکم وي.

له همدې امله موږ پر ټولو هغو کسانو چی پـه هیواد کی د ثبات، ملی هویت او اسلامی ارزښتنو لپاره ژمن وي ږغ کوو چی، د داعش د تبلیغاتو او دسیسو مخه دې ونیسي. د دوی د تبلیغاتو قربانیان اکثره بې تعلیمه او بې وزلي ځوانان دي. د داعش هدف دا دی چې پـه اسلامي هیوادونو کې یووالی او اقتصادی بنسټونه له منځه یوسي او زموږ دیني عقاید، ملي هویت او کلتوری ارزښتونو ته صدمه ورسوي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "خوارج په افغانستان کې له تاسیس څخه تر ماتې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*