
د افغانستان له لارې سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي هڅې
د توکو د لېږد رالېږد لپاره د نویو لارو د جوړولو په موخه د سیمې د هېوادونو هڅو، افغانستان په منځنۍ او سویلي اسیا کې د ټرانزیټي سیالیو پر یوه مهم مرکز بدل کړی دی.
ترکمنستان، اوزبیکستان، ایران او چین هر یو د اوسپنې پټلۍ د شبکو د پراختیا او سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي له بېلابېلو پروژو ملاتړ کوي.
د دغو پروژو په منځ کې د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپینبولدک د اوسپنې پټلۍ هغه مسیر دی چې ترکمنستان یې ملاتړ کوي او قزاقستان هم په دغه مسیر کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ په اړه ویلي: «تورغونډۍ بندر د هېواد له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي بندرونو څخه دی، چې د لاجوردو پر تاریخي لار پروت دی. د دغه بندر له لارې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په منظم ډول روان دی. دغه بندر افغانستان د ترکمنستان له لارې د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره هم نښلوي.»
د دغه مسیر ترڅنګ، اوزبیکستان د ټرانسافغان دهلېز ملاتړ کوي، چې له ترمذ، مزارشریف، کابل او پېښور څخه تېرېږي. دغه پروژه د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
ایران هم د چین، قرغیزستان، تاجیکستان، افغانستان او ایران د پنځهاړخیز دهلېز ملاتړ کوي، چې موخه یې د منځنۍ اسیا او افغانستان له لارې د چین او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ نښلول دي.
اقتصادي شنونکي محمد آصف ستانکزي په دې اړه وایي: «دغه مسیر نه یوازې د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ارزښت لري، بلکې کولای شي د افغانستان له لارې ترکمنستان، چین او ایران ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو د توکو د لېږد او صادراتو زمینه هم برابره کړي. په پایله کې، افغانستان کولای شي له دغو مسیرونو ټرانزیټي عواید ترلاسه کړي او خپل اقتصادي او سیمهییز دریځ پیاوړی کړي.»
د دغو پروژو پرمخ بیول د توکو د لېږد رالېږد لپاره لنډو او خوندي لارو ته د لاسرسي او په سیمهییزه سوداګرۍ کې د خپلې ونډې د زیاتولو په موخه د هېوادونو ترمنځ د سیالۍ ښکارندويي کوي.
اقتصادي شنونکي شمسالرحمان احمدزي په دې اړه زیاتوي: «د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د صادراتو او وارداتو بهیر په لږ لګښت او لنډ وخت کې ترسره کېږي او په ګمرکي برخه کې هم ډېرې اسانتیاوې برابرېږي. له همدې امله، د دغو مسیرونو پراختیا د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري؛ په ځانګړې توګه که وکولای شو د هېواد کورني تولیدات د اوسپنې پټلۍ له لارې سیمهییزو او نړیوالو بازارونو ته صادر کړو.»
د افغانستان جغرافیایي موقعیت دغه هېواد د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو د نښلولو پر یوه بالقوه مسیر بدل کړی دی.
خو له دغه ظرفیت څخه ګټه اخیستنه او پر یوه مهم ټرانزیټي دهلېز د افغانستان بدلېدل، د زیربنایي پروژو په پرمختګ، د پانګونې په راجلبولو او د توکو د لېږد رالېږد د مسیرونو د امنیت او ثبات په ټینګښت پورې تړلي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان له لارې سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي هڅې"