
د اوچا مشر بامیان ته په سفر کې؛ یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر، بامیان ته د سفر پر مهال، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د کمېدو، د اقلیمي بدلون د اغېزو او د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه، چې په افغانستان کې یې د ماموریت له پیل لا یوه میاشت هم نه ده تېره شوې، بامیان یې څلورم ولایت یاد کړ چې سفر یې ورته کړی دی.
د هغه په وینا، د بامیانو خلک د ډېرو ستونزو سربېره، د همکارۍ ښه روحیه او د سیمهییزو ظرفیتونو د کارولو وړتیا لري؛ خو د بنسټیزو زېربناوو کمښت، وچکالي، د اوبو کموالی، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی د هغوی ژوند له سختیو سره مخ کړی دی.
په افغانستان کې د اوچا مشر برونو لیمارکي وویل: «هغه څه چې موږ په بامیانو کې ولیدل، هم هیلهبښونکي وو او هم د اندېښنې وړ. هیلهبښونکي ځکه وو چې موږ له نږدې د افغانستان، په ځانګړې توګه د بامیانو د خلکو زغم، د همغږۍ روحیه، د مسوولیت احساس او د شته اقتصادي فرصتونو د کارولو او د ستونزو د مدیریت لپاره د هغوی هڅې ولیدې؛ خو په ورته وخت کې وضعیت د اندېښنې وړ هم و، ځکه خلک له ګڼو ننګونو سره مخ دي.»
د اوچا مشر همدارنګه ویلي، له ایران او پاکستان د زرګونو کډوالو بېرته راستنېدو پر سیمهییزو ټولنو نور فشار هم زیات کړی دی.
د هغه په وینا، له پاکستان سره ستونزو د افغانستان پر سوداګرۍ او صادراتو منفي اغېز کړی او په ایران کې د کاري فرصتونو کمېدو او د مالي حوالو راټیټېدو هم د کورنیو اقتصادي وضعیت زیانمن کړی دی.
هغه ټینګار وکړ، که څه هم افغانستان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري، خو یوازې بشري مرستې د هېواد د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.
د هغه په باور، د بېړنیو مرستو ترڅنګ باید د کرنې، د اوبو د سرچینو د مدیریت، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او بنسټیزو زېربناوو په برخه کې اوږدمهاله پانګونه هم زیاته شي.
برونو لیمارکي وویل: «په افغانستان کې بشري اړتیاوې شته چې د بېلابېلو بحرانونو له امله رامنځته کېږي. دا بحرانونه زلزلې، ناڅاپي سېلابونه او د اقلیمي بدلون اړوند پېښې کېدای شي؛ خو په اوږدمهال کې موږ پوهېږو چې بشري مرستې د پراختیايي او ژورو ستونزو د حل لاره نه دي.»
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو څو ځله افغانستان ته د بشري مرستو د بودجې د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د دغه هېواد له میلیونونو اړمنو وګړو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د اوچا مشر بامیان ته په سفر کې؛ یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي"