د مجازي فضا کلا، نه ماتیدونکی نه ده

💬0

د مجازي فضا کلا، نه ماتیدونکی نه ده

په ډیجیټل او مجازي بستر کې د اسلامي دولت خراسان څانګې وروستۍ پراختیا او پرمختګ، ډېری وخت په غلطه توګه د هغوی د حتمي بریا، یا ماتې نه منلو د یوې نښې په توګه تعبیریږي. دا سازمان هڅه کوي چې د څو ژبنیو تبلیغاتو، کوډ شويو (رمزي) اړیکو، مصنوعي ذکاوت، آنلاین مالي مرستو راټولولو او د جلب او جذب د غیرمتمرکزو تګلارو له لارې، خپل نفوذ له خپلو فزیکي او جغرافیایي پولو څخه خورا هاخوا وښیې. خو له دې سره سره، ډیجیټل نړۍ یوازې په اسلامي دولت پورې تړلی او د هغوی په انحصار کې نه ده. هر هغه ټولنیزپاڼه چې داعش د ځواکونو د جذب، د تبلیغاتو د خپرولو، د پیسو د لېږد یا د خپلو ملاتړو ترمنځ د همغږۍ لپاره کاروي، په ورته شېبه کې د څارنې، کشف او هغوی ته د ګوزار ورکولو لپاره یو بالقوه فرصت رامنځته کوي. که څه هم پر ډیجیټل زیربناوو باندې د دې ډلې مخ پر زیاتیدونکې اتکا ممکن د هغوی جغرافیایي لاسرسی پراخ کړي، لیکن له شک پرته داسې حیاتي زیان هم رامنځته کوي چې حکومتونه او ټیکنالوژیکي شرکتونه کولای شي په سیستماتیک ډول ترې ګټه پورته کړي.

داعش خراسان د آنلاین اړیکو له ټیټ لګښت څخه ګټه پورته کوي؛ داسې ځای چې یو ځانګړی مبلغ کولای شي په زرګونه کیلومتره لرې پر یو احتمالي نوي کس اغېزه وکړي.ورته ثبت شوي غږونه او د مصنوعي ذکاوت په واسطه تولید شوي انځورونه کولای شي یوې کوچنۍ او محدوده رسنۍ ته خورا لوی او پرمختللی بڼه ورکړي. خو له دې سره سره، د دې ډیجیټل وېش پراخوالی په ذاتي ډول د یوې خورا لویې ډیجیټل نښې (پل) د پرېښودلو په مانا دی. کارن‌پاڼې (اکاونټونه) باید ثبت شي، فایلونه باید اپلوډ شي، پیسې باید انتقال شي او اړیکې باید ټینګې شي. ان کله چې وسله‌وال د کوډ شویو خدماتو، ډیجیټلي اسعارو، موقتي اکاونټونو یا د هویت پټولو له ټیکنالوژیو څخه ګټه پورته کوي، هغوی بیا هم په بشپړ ډول پر فزیکي وسیلو، د انټرنیټي شبکو پر وړاندې کوونکو، ډیجیټل پلټفارمونو، واسطو او د وړاندوینې وړ انساني چلندونو باندې تکیه لري.

هرڅومره چې داعش خراسان د خپل ډیجیټلي امپراتورۍ د پراخولو لپاره ډېره هڅه وکړي، په هغه اندازه اړ دی چې پر ډېرو خلکو باور وکړي؛ هغه چاره چې د استخباراتي نفوذ، پېژندنې، د شبکو د اختلال او د انساني تېروتنو لپاره بې‌شمېره فرصتونه برابروي. مصنوعي ځیرکتیا په هېڅ ډول نشي کولای دا بنسټیزه کمزوري له منځه یوسي. که څه هم مصنوعي ځیرکتیا کولای شي له افراطي ډلو سره د سندونو په ژباړلو یا د لومړنیو اړیکو په ټینګولوکې په اتوماتیک ډول مرسته وکړي، مګر نشي کولای په دایمي توګه ریښتینې ژمنتیا، د ټینګ عملیاتي امنیت یا دوه اړخیز باور رامنځته کړي. د ځواکونو د جلب او جذب اتوماتیک وسایل ښايي د اړیکو کچه لوړه کړي، مګر په ورته وخت کې ډېر ګمراه کوونکي معلومات (مثبت کاذب) هم تولیدوي، پټې شبکې سایبري څېړونکو ته بربنډوي او داعش په ډیجیټل فریب او دوکه کې خورا زیانمن کوي. یو پروګرام شوی چټ‌باټ هېڅکله نه پوهیږي چې ایا هغه له یو ریښتیني نوي جذب شوي کس سره خبرې کوي او که له یوڅیرک خبریال، یو سیال وسله‌وال، یو استخباراتي سازمان، یا د ترهګرۍ ضد هغو اتوماتیکو سیسټمونو سره چې دقیقا د هغې د سرچینو د ضایع کولو او د چلند د بیلګو د موندلو لپاره طرحه شوي دي. په پایله کې، مجازي نړۍ هېڅکله باید د ترهګرو لپاره د یو امن پټنځاي په توګه ونه کتل شي، بلکې باید د یوې داسې بربنډې جګړې د ډګر په توګه ورته وکتل شي چې پراخ ډیجیټل شتون به یې، په پای کې د هغوی د ماتې او زوال په تر ټولو لوی لامل بدل شي

امواج پرس

لومړی نظر وکړئ on "د مجازي فضا کلا، نه ماتیدونکی نه ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*