
د وسپنې پټلۍ شبکې پراختیا لپاره د ټولګټو وزارت هڅې
د ټولګټو وزارت وايي، د افغانستان د وسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا لپاره دا مهال د هېواد په پنځو مهمو مسیرونو کې د ۱ زره او ۵۳۷ کیلومتره وسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې روانې دي.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، د دغو پروژو موخه د وسپنې پټلۍ د اتصال پراخول، د ټرانزیټ پیاوړتیا، اقتصادي وده او د سیمې په ټرانزیټي څلورلارې د افغانستان بدلول دي.
هغه زیاتوي، د دغو پټلیو د جوړولو د لګښتونو د برابرولو لپاره د کورنۍ بودجې ترڅنګ، له سوداګریزو بانکونو، یو شمېر هېوادونو او لېواله پانګهوالو سره خبرې روانې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي: «دغه وزارت دا مهال د تورغونډۍ–هرات، هرات–کندهار، کندهار – سپین بولدک، کابل – کندهار او اندخوی – شبرغان پر مسیرونو د ۱ زره او ۵۳۷ کیلومتره وسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې پر مخ وړي.»
د وسپنې پټلۍ شبکې پراختیا کولای شي د توکو د لېږد لګښتونه راکم، سوداګرۍ او ټرانزیټ ته وده ورکړي او افغانستان له سیمهییزو بازارونو سره لا ډېر ونښلوي. خو د دې موخې ترلاسه کول د مالي سرچینو پر برابرولو، د پروژو پر بشپړېدو او د سیمهییزو همکاریو پر دوام پورې تړلي دي.
اقتصادي شنونکی حسیبالله محبزاده وايي: «د ټرانزیټي لارو، په ځانګړي ډول د وسپنې پټلیو جوړول، د اقتصادي بازارونو په پراختیا کې اغېزناک تمامېدای شي. که دغه لارې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جوړې او پیاوړې شي، د اقتصادي ودې، صادراتو د زیاتوالي او سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې مهم رول لوبولی شي.»
بل اقتصادي شنونکی جنتفهیم چکري وايي: «د وسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد او د سوداګریزو اړیکو پراختیا لږ لګښت لري. که وکولای شو په هېواد کې د توکو د لېږد لپاره د وسپنې پټلۍ شبکه پراخه کړو، د لېږد د لګښتونو او د توکو د بیو په راکمولو کې هم مرسته کولای شو.»
افغانستان دا مهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله وسپنې پټلۍ لري او د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات له لارو له اوزبېکستان، ترکمنستان او ایران سره نښلول شوی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د وسپنې پټلۍ شبکې پراختیا لپاره د ټولګټو وزارت هڅې"