د بې‌ګناه ماشومانو د قربانیانو نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو ستونزې

💬0

د بې‌ګناه ماشومانو د قربانیانو نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو ستونزې

د جون څلورمه د تاوتریخوالي د بې‌ګناه قرباني ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا هغه ورځ ده چې یوازې د جګړو او چاودنو کیسې نه کوي، بلکې د هغو ماشومانو ژوند هم انځوروي چې د فقر، بې‌برخېتوب او د ژوند د ستونزو قرباني شوي دي.

د کابل په یوه سړک کې پنځلس کلن سیف‌الرحمان د کثافاتو په ډیرو کې د اوسپنیزو قوطیو په لټه کې دی. هغه لاسونه چې باید کتاب او قلم ونیسي، اوس د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د نفقې لپاره په کثافاتو کې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو هڅه کوي.

سیف‌الرحمان، ماشوم کارګر، وایي: «ژوند ډېر سخت تېرېږي. له سهار ۶:۳۰ تر ۱۰:۳۰ پورې ښوونځي ته ځم، له هغې وروسته کار ته راځم او د شپې لس بجې کور ته ستنېږم.»

په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری ماشومان خپلې ورځې په لوبو او زده‌کړو تېروي، په افغانستان کې یو شمېر ماشومان له هغو واقعیتونو سره مخ دي چې د دوی له عمره ډېر درانه دي.

د کابل په بله څنډه کې یوه یوولس کلنه نجلۍ د پلار له نشتون سره د خپل ژوند کیسه کوي. د کورنۍ د سرپرست نشتون هغه سړکونو ته ایستلې ده. له خلکو مرسته غواړي، خو وایي کله ناکله داسې چلند او سپکاوی ورسره کېږي چې له فقر څخه یې هم ډېر ځوروي.

پروانه، بې‌سرپرسته ماشومه، طلوع‌نیوز ته وایي: «ځینې خلک ماته ښکنځلې کوي. په زړه کې وایم، کاش پلار مې ژوندی وای؛ زه به په سړکونو کې کار نه کاوه، د خلکو مرستې ته به اړ نه وم او خپلې زده‌کړې به مې دوام ورکړی وای.»

زلیخا، یوه بله ماشومه کارګره، وایي: «وینم چې زما ټولګیوالې یوازې درس وایي، خو زه اړ یم چې کار ته هم ووځم. دا خبره ما ډېره خپه کوي.»

د ارواپوهنې متخصصان وایي، تاوتریخوالی یوازې جګړه او فزیکي زور نه دی. فقر، له زده‌کړو محرومیت، سخت کارونه او د ماشومانو لومړنیو اړتیاوو ته نه پاملرنه هم د هغوی پر رواني روغتیا، ودې او آن راتلونکي ژوند ژورې اغېزې پرېږدي.

تهمنیه قادري، ارواپوهه، وایي: «هغه څوک چې له جګړې او تاوتریخوالي سره لوی شوی وي، طبیعي ده چې رواني عقدې ولري او توندخویه وي. د زغم کچه یې ټیټه وي. جګړې او ناارامۍ ذهني کمزوري رامنځته کوي او د تمرکز وړتیا ته زیان رسوي.»

ملګرو ملتونو په ۱۹۸۲ کال کې د جون څلورمه د «تاوتریخوالي د بې‌ګناه قرباني ماشومانو نړیواله ورځ» ونوموله. دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې د هغو کړاوونو او زیانونو په اړه د نړۍ پام راواړول شي چې ماشومان یې د جګړو، وسله‌والو شخړو، تاوتریخوالي او محرومیتونو له امله ګالي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بې‌ګناه ماشومانو د قربانیانو نړۍواله ورځ او د افغان ماشومانو ستونزې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*