
د تورخم لارې تړل کېدو سره ننګرهار کې د کورنۍ ګوړې بازار تود شوی
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دا مهال د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې د ګوړې د تولید ۲۴۴ ګاڼۍ فعالې دي چې د نږدې ۱۱ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه ګوړې د تولید وړتیا لري.
مسوولین زیاتوي چې په ننګرهار کې پر ۱۹ زره او ۲۲۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ترې ۱۸۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند، اجمل سبحاني وویل: «سږ کال موږ په ننګرهار کې ۲۴۰ ګاڼۍ لرو، چې په دې کې زرګونه خلک په کار بوخت دي. بل د تورخم لار هم بنده ده، هغه بې کیفیته ګوړه چې به له پاکستانه راتلله، د هغې واردات بند شوي او اوس په خپل هېواد کې با کیفیته او ښه ګوړه تولیدېږي او ډېره بازار ته وړاندې کېږي او خلک یې ډېره خوښوي. د دې څنګ د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ولسوالیو کارکوونکو له لوري ۹ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته د کرنې په بېلابېلو برخو کې روزونه ورکړل شوې ده.»
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې له څو لسیزو راهیسې ګوړه جوړېږي. کروندګر له خپلو پټیو د ګنیو رسېدلی حاصل راټولوي او په ګاڼیو کې ترې د اور په لمبو خوږه ګوړه جوړوي.
کامه کې د ګوړې د ګاڼۍ مسوول، عمران سالارزي وویل: «دلته موږ درې څلور ډوله ګوره جوړوو، یو ډول ګوړه ساده ده، بله پلي داره او د چارمغزو ګوړه ده؛ خو ځینې خلک بېلابېل ډوله ګوړه خوښوي او د هغوی د خوښې ګوړه دلته موږ جوړو. د بازار اړتیا ته په کتو مو له وخت مخکې د ګوړې پر تولید پیل وکړ.»
د ګوړې جوړونکي، عالم شېر وویل: «کله چې ګني حاصلاتو ته ورسیږي، زموږ کاریګر پټيو ته ورځي او ګني راوړي، بیا یې دلته په ماشین کې شربت کوو، شربت بیا غټ دیګ ته راځي او دلته ورته اور لګېدلی وي، له دوو تر دوو نیمو ساعتونو پورې ورته اور بل وي، بیا یې بل غټ پتنوس کې اچوو. اول سانچق وي، بیا ترې ګوړه جوړوو.»
بلخوا، د ګنیو یو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي او کیفیت د ښه کېدو په موخه له اړوندو مسوولو او مرستندویه ادارو د همکارۍ غوښتنه کوي.
دوی وايي، که د ګنیو د کرکیلې پر مهال د نباتي ناروغیو د مخنیوي او د حاصلاتو د ساتنې په برخه کې یې لاسنیوی وشي، نو کولی شي کال په کال په زیاته کچه ګني بازار ته وړاندې کړي.
کروندګر، عبدالظاهر وویل: «د ګنیو په حاصلاتو کې چې مرض ولګېږي؛ نو بیا له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، که په دغه وخت کې موږ سره همکاري وشي او د مرضونو مخنیوی وشي؛ نو موږ کال په کال کولی شو چې بازار ته ډېر ګني وړاندې کړو.»
بل کروندګر، محمد رسول وویل: «ننګرهار کې د ګنیو کر کال په کال ډېرېږي، که موږ ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې راکړل شي؛ نو په حاصلاتو کې به لا ډېروالی راشي.»
باور دا دی چې که په هېواد کې د ګنیو کرکیلې ته لا ډېره زمینه برابره او له کروندګرو سره مرستې وشي، نو د ګوړې کورنی تولید او کاروبار به لا وغوړېږي. د کورنۍ ګوړې د تولید په زیاتېدو سره به د پاکستان د وارداتي ګوړې پر ځای په کور دننه تولید شوې ګوړې ته لومړیتوب ورکړل شي او هېواد به د ګوړې په برخه کې د وارداتو پر ځای ځانبسیاینې ته ورسېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د تورخم لارې تړل کېدو سره ننګرهار کې د کورنۍ ګوړې بازار تود شوی"