د تېلو او ګازو بیې؛ ثابتې خو لا هم لوړې دي

💬0

د تېلو او ګازو بیې؛ ثابتې خو لا هم لوړې دي

په وروستیو ورځو کې د کابل په بازارونو کې د نفتي توکو په بیو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، خو د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو بیې لا هم لوړې پاتې دي.

د بازار ارزونې ښيي چې په تېره میاشت کې د بیو له پرله‌پسې لوړېدو وروسته، اوس بیې په لوړه کچه ثابتې شوې دي.

موټر چلوونکي رحمت‌الله د تېلو او ګازو د لوړو بیو د ستونزو په اړه وویل: «دوه یا درې ورځې وړاندې ټانک‌لرونکو بازار ته تېل او ګاز نه راوړل او اوس خلک له ستونزو سره مخ دي، ځکه د کار او کاروبار وضعیت هم ډېر کمزوری دی.»

اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو لیټر پټرول په ۸۰ افغانۍ، یو لیټر ډیزل په ۷۵ افغانۍ او یو کیلوګرام مایع ګاز په ۶۷ افغانۍ پلورل کېږي.

خو موټر چلوونکي او ښاریان وایي، د بیو ثابت پاتې کېدل د نفتي توکو د ارزانه کېدو په معنا نه دي او اوسنۍ لوړې بیې لا هم د تګ راتګ او د توکو د لېږد لګښتونه زیاتوي.

په تېره میاشت کې د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو هم د موټر چلوونکو اندېښنې راپارولې وې او هغوی د بازار د لا ډېرې څارنې غوښتنه کړې وه.

موټر چلوونکي عبدالبصیر په دې اړه وویل: «په بیو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او لا هم په ډېره لوړه کچه دي. موږ له حکومت او د تېلو او ګازو له اړوندو ادارو غواړو چې لا ډېره پاملرنه وکړي او د سون‌توکو د بیو د راټیټولو لپاره اقدام وکړي.»

د کابل اوسېدونکي فرید وویل: «زموږ په هېواد کې د ګازو او تېلو پېرل ډېر ستونزمن شوي دي. له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې دې برخې ته پاملرنه وکړي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی.»

پر وارداتو د افغانستان تکیه، د ټرانسپورټ لګښتونه، په نړیوالو او سیمه‌ییزو بازارونو کې بدلونونه او په کورني بازار کې د عرضې کچه د نفتي توکو پر بیو اغېز لرونکي عوامل دي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالظهور مدبر په دې اړه وویل: «که وضعیت په سمه توګه مهار نه شي، که څه هم دا موضوع تر یوه بریده زموږ له کنټروله بهر ده، او په نړیواله کچه بدلون رانه شي، نو زموږ پر خلکو منفي اغېزې لرلی شي.»

په همدې حال کې، د نفتي توکو لپاره د بازار د اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د عراق د نفتي محصولاتو لومړنۍ ۵۰ زره ټنه محموله هم د ایران د کرمانشاه له لارې د رېل پټلۍ په وسیله افغانستان ته لېږل شوې ده.

دا مسیر کولی شي د سون‌توکو په تأمین او د افغانستان د وارداتي لارو او انتخابونو په زیاتېدو کې رول ولوبوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تېلو او ګازو بیې؛ ثابتې خو لا هم لوړې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*