
د ستېدونکو افغان کډوالو پر ملاتړ د اروپايي ټولنې او بریټانیا ټینګار
له کوربه هېوادونو را ایستل شوي کډوال، خپل هېواد ته د راستنېدو پر مهال، د سرپناه نشتوالي، د لومړنیو اسانتیاوو د کمښت او بېکارۍ له ستونزو سره مخ کېږي.
د کاري فرصتونو برابرول، د زدکړو اسانتیاوې او د استوګنې سرپناه چمتو کول د دغو کډوالو له مهمو غوښتنو څخه دي.
بل لور ته، د کډوالو له نړیوالې ورځې یوه ورځ وروسته، اروپایي ټولنې او بریتانیا له افغانستان سره د کډوالو، راستنېدونکو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
اروپایي ټولنه وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترڅنګ د ساتنې، معیشت او دوامداره حل لارو له پروګرامونو ملاتړ کوي، څو افغانان وکولای شي خپل ژوند په عزت او درناوي سره له سره جوړ کړي.
اروپايي ټولنې ویلي: «د کډوالو په نړیواله ورځ، اروپایي ټولنه یو ځل بیا د کډوالو، راستنېدونکو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو پر وړاندې خپله ژمنتیا تازه کوي. موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترڅنګ د ساتنې، معیشت او دوامداره حل لارو ملاتړ کوو، څو افغانان وکولای شي خپل ژوند په عزت سره بېرته ورغوي.»
دغه راز بریټانیا ویلي: «د کډوالو په نړیواله ورځ، موږ د بېځایه شویو کسانو مقاومت او زغم ستایو. د بریټانیا بشري مرستې، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان له لارې هم وړاندې کېږي، ډاډ ورکوي هغه زیانمنې کورنۍ چې افغانستان ته بېرته راګرځي، د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره اړین ملاتړ ترلاسه کړي. هېڅوک باید هېر نه شي.»
ورته مهلا، د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان طالبي محمدزی وايي: «د بنسټیزو زیربناوو رامنځته کول او د همکاریو پراخول د راستنو شویو کډوالو د وضعیت په ښه کولو کې مهم رول لوبولی شي او د هغوی د ستونزو په حل کې مرسته کوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له نورو سیمو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ زیاته شوې او بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لا هم جدي او پر خپل ځای پاتې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د ستېدونکو افغان کډوالو پر ملاتړ د اروپايي ټولنې او بریټانیا ټینګار"