د سیمې درې هېوادونه څه باندې ۱۲۰ زره ماهر افغان کارګر جذبول غواړي

💬0

د سیمې درې هېوادونه څه باندې ۱۲۰ زره ماهر افغان کارګر جذبول غواړي

په افغانستان کې د کاري فرصتونو د محدودیت له امله، د کارګرانو اتحادیه وایي چې له هېواده بهر د کارموندنې لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

د دغې اتحادیې په وینا، ایران، قطر او ترکیه د زرګونو ماهرو افغان کارګرانو د جذب غوښتنه کړې او په دې اړه له یادو هېوادونو سره تخنیکي خبرې روانې دي.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، قطر د ۳ زره، ترکیې د څه باندې ۲۰ زره او ایران د نږدې ۱۰۰ زره ماهرو افغان کارګرانو غوښتنه کړې ده.

اتحادیه زیاتوي، که څه هم د دغو هېوادونو له خوا ټاکل شوي معیارونه سخت دي او تر ډېره پر ماهرو کارګرانو تمرکز لري، خو په هېواد کې د کارګرانو د وړتیا لوړولو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل شوي دي.

د اتحادیې رییس، عبدالمتین مولوي‌زاده، وویل: «هغوی داسې ماهر کارګران غواړي چې معتبر اسناد او سندونه هم ولري. له همدې امله هڅه کوو چې د کار وزارت د انسټېټیوټونو له لارې کارګران وروزو، اړین مهارتونه ور زده کړو او وروسته یې بهرنیو هېوادونو ته واستوو.» اقتصادي کارپوهان هم وایي، دا بهیر کولی شي د بې‌کارۍ په کمولو او د کورنیو د عاید په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي، خو د کاري ځواک منظم مدیریت او روزنې ته اړتیا لري.

اقتصادي شنونکي میرشکیب میر وویل: «بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو استول په لنډمهال کې د استول شویو کارګرانو د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کولای شي او د هېواد د بې‌کارۍ د ستونزې یوه برخه راکموي.»

که څه هم د سیمې هېوادونو ته د افغان کارګرانو استول نوې موضوع نه ده، خو په اوسنیو شرایطو کې یو ځل بیا د افغانستان د کار بازار له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سیمې درې هېوادونه څه باندې ۱۲۰ زره ماهر افغان کارګر جذبول غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*