د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر د افغان کډوالو په وضعیت د خبرو لپاره پاکستان ته تللی

Loading

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (یو ان اچ سي ار) مشر فيليپو ګراندې د جولاۍ اوومه (چنګاښ ۱۷مه) په یو درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي د ازادۍ راډیو – مشال رادیو ته ویلي دي چې ګراندي په خیبرپښتونخوا کې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلې، د هغوی ستونزې یې اورېدلې او د ملګرو ملتونو له لوري یې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ټاکل شوې چې ګراندي به د پاکستان د مقاماتو او خیریه ادارو او نورو پراختیايي پروګرامونو له مشرانو سره هم وویني.

ګراندي داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې دغه هېواد د ناثبت شویو افغان کډوالو شړل روان ساتلي دي.

قيصر اپرېدي دمخه امريکا غږ ته ويلي وو چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۳ لکه افغانان د مهاجرت د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه لري او د هغه په وینا پر دې سربېره څه باندې اته لکه افغانان د افغان سيټيزن يا تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره ثبت دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د افغانستان په اړه د دوحې درېيمې غونډې ته ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته شاوخوا اووه لکه افغانان کډوال شوي دي.

د ښاغلي دراني په وینا یو شمیر افغانان نورو هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان ته تللي وو، خو لا هم يوشمېر یې په پاکستان کې ايسار دي: “دا افغانان تر ناڅرګندې مودې په پاکستان کې نه شي پاتې کېدای. زه پر هغو هېوادونو غږ کوم چې د دې کډوالو د قبلولو لپاره خپلي ژمنې پوره کړي.”

فيليپو ګراندې په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو په زور ايستلو لړۍ دوام لري. په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې يوازې د جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې له پاکستان څخه له ۳۳ زره زيات افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو پر سر د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ اړيکې تر يو حده ترينګلې شوې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې له هغه هېواده د بې اسناده افغانانو د جبري ايستلو لړۍ پيل کړه. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري او د پاکستان حکومت وايي چې اسلام اباد تر دا مهاله له نيم ميليون زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د اسلام اباد له خوا په جبري توګه د افغان کډوالو د ايستلو د لړۍ له پيلېدو راهيسې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او يوشمېر يې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د پوليسو له خوا نيول شوي هم دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت کونسلګرۍ د چنګاښ پر ۱۵مه پر خپله اېکس پاڼه په خپره شوې اعلاميه کې ليکلي و چې له پاکستاني زندانه يې د يو ماشوم په ګډون نهه اسناد لرونکي افغان کډوال راخوشې کړل.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو يوه مدافع وکيله منيزه کاکړه وايي چې پوليسو يوشمېر هغه افغانان هم زنداني کړي چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد لري.

بل پلو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو هم په وار وار ويلي چې د افغانانو په زور لېږدول “بشري ناورین” زېږولای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون په وروستيو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ مشر فيليپو ګراندې ته په استولي لیک کې ویلي وو چې له پاکستان څخه په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال او پناه غوښتونکي اغېزمنوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

پاکستان ته د فيليپو ګراندې د سفر د اغېز په اړه په هغه هېواد کې د افغان کډوالو يو مشر محمود کوچی وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنېدو پس چې څومره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي، نو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یې تر اوسه نوملیکنه نه ده کړې: ”موږ نه پوهېږو چې ولې افغان کډوال نه ثبتوي. زما په خپله نهه میاشتې کېږي چې راغلی یم، د دوی یو دفتر ته به مې چې [شارپ] نومېږي، په سلګونه واره زنګونه وهلي وي، خو د یو دوه پرته یې هېڅ زنګ نه دی ځواب کړی. ډېره پېچلې پروفارمه یې ده. “

کوچی زیاتوي، تر اوسه به ترې یو اېن اېچ سي ار پینځه ځلې پوښتنې ګروېږنې (انټرویو) کړې وي، خو لاهم په میاشتو میاستو د دوی پوښتنې ګروږنې نه ختمېږي: ”که د یو چا انټرویو تکمیل هم شي، خو بیا د کډوالۍ کارت نه ورکوي. یو اېن اېچ سي ار، ورته یوه داسې پاڼه ورکوي ‌چې پاکستانی پولیس یې نه مني. “

محمود کوچي پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې کډوال نړیوال حقونه لري او پکار ده چې هغه حقه حقونه یې پرځای شي: ”دلته دې کډوالو ته د تعلیم، صحت او نورې زمینې برابرې شي. “

د پاکستان حکومت ويلي چې هغوی له څه باندې ۴۰ کلونو راهيسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي او په وينا يې چې د امنيتي او اقتصادي ستونزو له امله يې اوس د افغان کډوالو د ستنولو بهير پيل کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر د افغان کډوالو په وضعیت د خبرو لپاره پاکستان ته تللی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*