
د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانیستو هیله، یو بېپایه انتظار
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) چې څو ځله یې د نجونو د ښوونځیو بندیدو د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړی، اوس هېواد کې نږدې څلور میلیونه زدهکوونکو ته د ښوونیزو بستو د برابرولو خبر ورکوي.
یونیسف وایي، هر ماشوم حق لري چې د زدهکړې لپاره خوندي چاپېریال او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره اړین وسایل ولري.
افغانستان کې د یونیسف د اړیکو مسوول، دانیل تمیه طلوعنیوز ته ویلي: «تېر کال موږ وکولای شول چې د زدهکړو په برخه کې ځینې مهمې لاسته راوړنې ولرو. د بېلګې په توګه، موږ ۴ میلیونه ماشومانو ته تعلیمي مواد برابر کړل، له ۸ زرو څخه ډېرې ښځینه ښوونکې وروزل شوې او ۲۳۲ ښوونځي ورغول شول. همدارنګه باید په بیړنیو حالاتو کې د ماشومانو زدهکړې هم هېرې نه کړو، خو لا هم ډېر کار پاتې دی او غواړم په ځانګړي ډول د زدهکړو په برخه کې دوو لویو ستونزو ته اشاره وکړم: تعلیمي فقر او د منځنۍ زدهکړې کړکېچ. تعلیمي فقر دې ته وایي چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان نه شي کولای ساده متنونه ولولي او یا هم د ریاضي ابتدایي حسابونه ترسره کړي.»
له دې سره له ښوونځي پاتې یو شمېر نجونې یوږ ځل بیا غوښتنه کوي چې د دوی پر مخ دې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
د دوی له ډلې یوه یې هم هوسۍ ده: «موږ څو ځله خپله غوښتنه مطرح کړې او یو ځل بیا وایو چې د ټولو نجونو غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیستل شي، څو وکولای شو خپلو هیلو ته ورسېږو.»
نجونې د افغانستان د پرمختګ لپاره زدهکړې ضروري بولي او له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي ور هاخوا نجونو ته د ښوونځي تګ اجازه ورکړي.
د معصومې په نوم یوه بله نجلۍ وايي: «په هره ټولنه کې د کورنۍ بنسټ ښځه او نجلۍ ده. که یوه نجلۍ زده کړې ونه کړي او خپله سالمه روزنه او سمه زده کړه ونه لري، نو څنګه کولی شي سبا ټولنې ته یو سالم اولاد وړاندې کړي؟»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د نوي ښوونيز کال له پیل څخه تر اوسه څه باندې څلوېښت ورځې تېرې شوي، خو اسلامي امارت تر اوسه د نجونو د زدهکړو په اړه څه نه دي ویلي.
لومړی نظر وکړئ on "د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانیستو هیله، یو بېپایه انتظار"