د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه مخته تللې

💬0

د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه مخته تللې

په ده‌سبز کې د نوي کابل د جوړولو طرحې د لومړۍ برخې د دویمې قطعې چارې روانې دي؛ دغه ښارګوټی د درې میلیونه کسانو د استوګنې لپاره طرحه شوی او ټاکل شوې د پلازمېنې شمال ته د اوسني کابل ښار په پرتله پر یو نیم برابره پراخه سیمه کې جوړ شي.

د ښار جوړولو او کور جوړونې وزارت وایي، د دې برخې چارې تر اوسه ۳۰ سلنه مخته تللې او ورسره هم‌مهاله د اوبو، برېښنا او نورو اړینو زیربناوو د برابرولو چارې هم روانې دي.

د دې طرحې د لومړۍ برخې لګښت شپږ نیم میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

د ښار جوړولو او کور جوړونې وزارت ویاند مولوي شاغاسي زاهد ویلي: «د نوي کابل پروژې لومړی فاز په ټولیز ډول پنځلس پارسلونه لري چې له ډلې یې په پنځو پارسلونو کې کار روان دی.»

د دې پروژې د چارو په دوام سره، تر اوسه نږدې زر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوی کابل په څلورو برخو او نږدې ۳۷۰ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي.

د پروژې قراردادي شرکت وایي، د نوي کابل د ټولو برخو بشپړېدل د کار او پانګونې بهیر ته په کتو له پنځو تر لسو کلونو وخت نیسي.

د نوي کابل پروژې د قراردادي شرکت رییس سیدمقدم امین ویلي: «د ملکیت تثبیت لا هم د یوې ننګونې په توګه مطرح کېدای شي. د ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې نوې حل‌لاره رامنځته کړي، څو د ملکیتونو تصفیه یا تثبیت د پروژې د پرمخ وړلو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي سیدمسعود ویلي: «دا یو ښه نظر دی، خو وخت ته اړتیا لري. باید د کابل نفوس له شپږو میلیونو څخه درې میلیونو ته راکم شي او ښار ده‌سبز ته وغځوو.»

د کابل اوسېدونکي هم د دې طرحې پر معیاري پلي کېدو او په نوي ښار کې د اړینو زیربناوو او ښاري خدمتونو پر برابرولو ټینګار کوي.

د کابل اوسېدونکي معروف‌خان ویلي: «د نوي کابل پروژه د کابل ښار لپاره یوه مهمه پروژه ده، ځکه اوس مهال په کابل ښار کې نفوس ډېر زیات شوی دی. که د دې پروژې چارې ژر بشپړې شي، د کابل ښار د نفوس په کمېدو کې به هم مرسته وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکي عبدالرحیم ویلي: «نوی کابل باید په معیاري ډول جوړ شي. د فاضله اوبو، اوبو او برېښنا سیسټمونه یې هم باید په سمه توګه تنظیم شي.»

تر دې وړاندې د ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو او ایران پانګوالو په نوي کابل کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د دې پروژې طرحه او نقشه د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د یوه جاپاني شرکت په همکارۍ جوړه شوې وه او د ده‌سبز، کلکان، شکردرې، قره‌باغ، استالف او بګرام ځینې برخې پکې شاملې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه مخته تللې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*