د پاکستان يوې محکمې د عمران خان د نيولو حکم ځنډولی

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پرون چهارشنبه له دغه حکم وروسته هغه پولیس بېرته ستانه شوي چې، د لاهور ښار ختیځ کې د عمران خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ته استول شوي وو.

د عمران خان د نیولو د هڅو په ترڅ کې د پولیسو او د خان د پلویانو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د عمران خان د نیولو لپاره وروسته تر دې اقدام وشو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال ترمنځ موده کې چې صدر اعظم و، د هغو دولتي ډالیو په ناقانونه پلور تورن کړ چې بهرنیو چارواکو ورکړې وې.

په دغو ډالیو کې ۷ هغه لاسي ساعتونه شامل دي چې د یوه قیمت یې درې لکه ډالر ښودل شوی دی.

خان بیا دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر صادر کړی دی. پاکستاني رسنۍ ډان راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د تېرې سې شنبې په ورځ د عمران خان د نیولو حکم صادر کړی دی.

ځینو بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان ځانګړو ځواکونو د عمران خان د نیولو حکم ترلاسه کړی دی. رسنۍ زیاتوي چې دا مهال د دې حکم اجرا تر کار لاندې ده

پاکستاني رسنۍ ډان راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون سه شنبه د جنورۍ پر لسمه د عمران خان د نیولو حکم صادر کړی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې د عمران خان د نیولو فرمان د محکمې احکامو ته د سپکاوي او سرغړونو ته د رسېدنې جلسې لپاره د نه حاضرېدو له امله صادر شوی دی.

د پاکستان د ټاکنو په کمیسیون کې سرغړونو ته درسېدنې کمېټې مسوولانو په یوه ناسته کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د دغه ګوند د دوو نورو غړو د نیولو حکم صدور ته رایه ورکړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان يوې محکمې د عمران خان د نيولو حکم ځنډولی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*