د کابل ښار ځیني اوسیدونکي په راروان ژمي کې د هوا ککړیدو ته اندیښمن دي.
دوی وایي د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره باید خلک له حکومت سره همکاري وکړي تر څو په کورونو کې د بې کیفیته سوان توکو له کارونې مخنیوی وشي.
د کابل اوسېدونکی، غلام محمد و ویل: د سکرو له ډبرو دې کمه استفاده وشي ترڅو هوا نور هم ککړه نه شي. ځکه په دې وروستیو کلونو کې موږ په کابل کې ډېرې ناروغۍ ولېدلې چې یو شمېر کسان یې مړه کړل.
بل خوا، یو شمېر ډاکټران وايي چې د هوا ککړتیا د هېوادوالو لپاره د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
ډاکټر احمد شکیب ظهیر وايي: د هوا ککړتیا د اوسنۍ نړۍ تر ټولو لویه موضوع ده چې د انسانانو روغتیا ګواښي. د هوا ککړتیا د تنفسي، معافیتي او ان سرطاني ناروغیو لامل کیږي.
خو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې دغه اداره د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د روان لمریز کال د تلې له لومړۍ د کب میاشتې تر پایه شپږ میاشتنی پلان عملي کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو په وینا، دا پلان درې برخې لري چې له اړوندو ادارو سره همغږي، عامه پوهاوی، عملیات او د اپارتمانونو او حمامونو څارنه پکې شامل دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ککړتیا د کنټرول رییس، طوفان جبران و ویل: د چاپیریال ساتنې ملي اداره، د دې لپاره شپږ میاشتنی پلان وړاندې کوي چې دغه پلان یا طرحه د تلې میاشتې له لومړۍ پیلیږي او تر کب میاشتې دوام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ککړتیا د کنټرول رییس ویلي وو، چې هغه لوړ پوړیزې ودانۍ، فابریکې او زاړه موټر چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي، د کابل په ګډون په شپږو لویو ولایتونو کې په جدي توګه کنټرولېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د ژمي په را رسېدو سره کابل مېشتي د هوا ککړتیا اندېښمن کړي"