
د کیوکوشینکان ملي لوبډله د درېیو مډالونو په ګټلو سره هېواد ته راغله
د افغانستان د کیوکوشینکان کاراتې ملي لوبغاړي د دغې رشتې په نړۍوالو سیالیو کې له بریالي حضور وروسته، د درېیو ارزښتناکو مډالونو او د اتلولیو له درېیو جامونو ګټلو سره هېواد ته راستانه شول.
دا سیالۍ د «ملتونو جام» تر نوم لاندې د روسیې په کوربهتوب او په مسکو ښار کې ترسره شوې چې د نړۍ له څه باندې ۴۰ هېوادونو پهکې لوبغاړو ګډون کړی و.
د کیوکوشینکان فدراسیون مسوولان وایي، لوبغاړو له بشپړ چمتووالي سره په دغو سیالیو کې ګډون کړی و او له پیاوړو سیالانو سره له سختو مبارزو وروسته یې وکولی شول افغانستان ته درې ارزښتناک مډالونه وګټل.
د افغانستان د کیوکوشینکان سازمان اجراییوي رییس او استازي، محمدالله صابري، د لوبغاړو کړنې وستایلې او وې ویل چې، یادو لوبغاړو د هېواد ښه استازیتوب وکړ.
په دغو سیالیو کې مقبولشاه مومند د کاتا برخه کې اتلولي خپله کړه او د سرو زرو مډال یې وګټه، زرستان خان ګردیوال بیا د کاتا په برخه کې دویم مقام ترلاسه کړ او د سپینو زرو مډال یې وګټه او د کومېته په برخه کې عمیر مومند د ۶۰ کیلوګرام وزن په کټهګورۍ کې د برونزو مډال وګاټه او درېیم مقام یې خپل کړ.
یاد لوبغاړي وایي، په شخصي لګښت یې دغو سیالیو کې برخه اخیستې وه او له حکومت او خصوصي سکتور غواړي چې د راتلوونکو لوبو لپاره ورسره مرسته وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د کیوکوشینکان ملي لوبډله د درېیو مډالونو په ګټلو سره هېواد ته راغله"