
د یوناما د فعالیت څرنګوالي په اړه د امنیت شورا په غونډه کې اختلافات
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېدو لپاره یوازې یوه اوونۍ پاتې ده، د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یوناما له ماموریت څخه د لوېدیځو هېوادونو ګټې اخیستنې د دغه بنسټ د ماموریت راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی.
دې روسۍ ډیپلوماتې همداراز د یوناما د نوي مشر د ژر تر ژره ټاکلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې باید د افغانستان د اوسني حکومت نظر هم واخیستل شي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازولۍ مرستیالې، انا اوستینیګېوا ویلي: «وخت رارسېدلی چې دغه هېوادونه درک کړي چې دا ډول اقدامات یوازې ستونزې لا پسې زیاتوي او د یوناما د ماموریت راتلونکی له خطر سره مخ کوي؛ هغه راتلونکی چې له بده مرغه د امنیت شورا د ځینو غړو د ملاحظاتو له امله لا هم نامعلوم دی. داسې نه ښکاري چې د افغانستان چارواکي دې لېواله وي چې د ملګرو ملتونو حضور او څارنه یوازې د هغو ځواکونو د ګټو لپاره وي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه وشړل شول.»
د چین استازي هم په دې غونډه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې د یوناما رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې بېجینګ د یوناما د ماموریت د غځېدو ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي، فو کونګ ویلي: «چین، امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې د مسوول هېواد په توګه، د شورا د غړو ترمنځ د اجماع د رامنځته کولو او د یوناما د ماموریت د بریالي تمدید لپاره خپلې ټولې هڅې کوي، څو د افغانستان د پرمختګ، ثبات او نړیوالې ټولنې سره د دې هېواد د چټک ادغام ملاتړ وشي.»
بل لور ته، د امریکا متحده ایالاتو یوناما د ملګرو ملتونو تر ټولو لګښت لرونکی سیاسي ماموریت وباله او د دې ماموریت د فعالیتونو د څرنګوالي او اغېز د ارزونې او بیاکتنې غوښتنه یې وکړه.
د امریکا استازي هم د یوناما لپاره د نوي مشر پر ژر تر ژره ټاکلو ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا استازي، جفري بارتوس ویلي: «متحده ایالات د یوناما د اغېز زیاتولو لپاره د امنیت شورا له هڅو مننه کوي. موږ په دې برخه کې د یو ساده او متمرکز پرېکړهلیک د تصویب په تمه هم یو. همدارنګه، د سرمنشي د یوه واک لرونکي ځانګړي استازي ټاکل خورا مهم او عاجل دي، ځکه د هغه نشتون د نړیوالې ټولنې وړتیا کمزورې کوي چې خپلې هڅې همغږې کړي، دریځونه خوندي وساتي او طالبان حساب ورکولو ته اړ کړي.»
د یوناما د فعالیت د څرنګوالي په اړه دا اختلافات په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوې ځانګړې غونډه
کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه پرېکړه وکړيم
لومړی نظر وکړئ on "د یوناما د فعالیت څرنګوالي په اړه د امنیت شورا په غونډه کې اختلافات"