د یوناما مشرې او په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې په افغانستان کې د ثبات پر ټینکښت خبرې کړي

Loading

د یوناما مشرې او په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې په افغانستان کې د ثبات پر ټینکښت خبرې کړي

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سې شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د قطر له استازي عالیا احمد بن سیف ال ثاني سره وکتل.

دوی د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د قطر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دا غونډه په نیویارک کې د یوناما په مرکزي دفتر کې شوې ده.

رسنیو راپور ورکړی، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کېدو او د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وشوې.

روزا اوتنبایوا د چهارشنبې په سهار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې ا.ا.د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی راپور ښيي، چې د ا.ا. تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د کمزوري اقتصاد او له حقونو او ازادۍ په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.

راپور ښيي، چې د ا.ا. د روانو سیاستونو او چلند له امله د افغانانو ننګونې او ستونزې لاپسې زیاتې شوې دي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سې شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د قطر له استازي عالیا احمد بن سیف ال ثاني سره وکتل.

دوی د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د قطر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دا غونډه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې شوې ده.

رسنیو راپور ورکړی، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کېدو او د ثبات د ټینکښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې وشوې.

روزا اوتنبایوا د چهارشنبې په سهار د یوناما د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې ا.ا. د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د یوناما د سرمنشي نوی راپور ښيي، چې د ا.ا. تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک د کمزوري اقتصاد او له حقونو او ازادۍ په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.

راپور ښيي، چې د ا.ا. د روانو سیاستونو او چلند له امله د افغانانو ننګونې او ستونزې لاپسې زیاتې شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د یوناما مشرې او په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې په افغانستان کې د ثبات پر ټینکښت خبرې کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*