د یوه راپور له مخې د بریتانیا په هوټلونو کې مېشت زرګونه افغان کډوال بايد ډېر ژر د استوگنې له دغو ځایونو څخه ووځي. په پام کې ده چې دغه کسان به په نورو ځايونو کې ځای پر ځای شي.
د ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې شاوخوا نهه زره هغه افغان کډوال چې له افغانستان څخه تر انتقاليدو وروسته په هوټلونو کې ژوند کوي، د روان کال تر پایه به خپل د اوسیدو ځای پریږدي. دا افغانان د نوی حکومت له را منځ ته کیدو وروسته بریتانیې ته انتقال سول.
په راپور کې راغلي چې د دغو هوټلونو د خالي کولو لپاره یوازې څو اونۍ وخت پاتې دی. ټاکل سوې چې د بريتانيا حکومت د سه شنبې په ورځ په دې اړه رسمي اعلاميه خپره کړي.
د دې اقدام لامل د بریتانیا محافظه کاره حکومت هغه پلان دی چې له ۵۰ زره څخه ډیر کډوال چې په هلوټلونو کې میشت دي، په نورو ځايونو کې ورته د اوسیدو زمينه برابره شي. په انګلستان کې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د استوګنې لګښت يوه جنجالي ده.
په بریتانیا د افغان مهاجرینو لپاره نوی پناه ځایونه:
د “ټایمز” د راپور له مخې، ټاکل سوې چې دغو افغانانو ته د اوسېدو بل ځای ورکړل سی.
دغه راپور وايي: که دغه افغان کډوال د استوګنې وړاندیزونه ونه مني; ښايي د بې کوره کېدو له خطر سره هم مخ سي.
همدا ډول د بریتانیې یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي، ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغو افغان کډوالو لپاره د مرستې پر يوې بستې کار روان دی څو دوی وکولای سي په دې هېواد کې د ځان لپاره راتلونکې جوړ کړي
د بریتانیا حکومت په یوه نوي قانون غور کوي چې په برتانیا کې د پناه غوښتنې امکانات په جدي توګه محدود کړي هغه کسان چې په راتلونکې کې په ناقانونه توګه برتانیا ته ننوځيدوی به د یوې میاشتې لپاره به توقیف کېږي. او بیا به خپلو هېوادونو یا به دريمگړي هېواد د مثال په توگه روانډا ته استول کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "راپور: زرګونه افغانان باید د بریتانیا له هوټلونو ووځي"