راپور: زرګونه افغانان باید د بریتانیا له هوټلونو ووځي

راپور: زرګونه افغانان باید د بریتانیا له هوټلونو ووځي
راپور: زرګونه افغانان باید د بریتانیا له هوټلونو ووځي

د یوه راپور له مخې د بریتانیا په هوټلونو کې مېشت زرګونه افغان کډوال بايد ډېر ژر د استوگنې له دغو ځایونو څخه ووځي. په پام کې ده چې دغه کسان به په نورو ځايونو کې ځای پر ځای شي.

د ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې شاوخوا نهه زره هغه افغان کډوال چې له افغانستان څخه تر انتقاليدو وروسته په هوټلونو کې ژوند کوي، د روان کال تر پایه به خپل د اوسیدو ځای پریږدي. دا افغانان د نوی حکومت له را منځ ته کیدو وروسته بریتانیې ته انتقال سول.

په راپور کې راغلي چې د دغو هوټلونو د خالي کولو لپاره یوازې څو اونۍ وخت پاتې دی. ټاکل سوې چې د بريتانيا حکومت د سه شنبې په ورځ په دې اړه رسمي اعلاميه خپره کړي.

د دې اقدام لامل د بریتانیا محافظه کاره حکومت هغه پلان دی چې له  ۵۰  زره څخه ډیر کډوال چې په هلوټلونو کې میشت دي، په نورو ځايونو کې ورته د اوسیدو زمينه برابره شي. په انګلستان کې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د استوګنې لګښت يوه جنجالي ده.

دانګلستان لندن ښار کې له یوه افغان سره مرکه

په بریتانیا د افغان مهاجرینو لپاره نوی پناه ځایونه:

د “ټایمز” د راپور له مخې، ټاکل سوې چې دغو افغانانو ته د اوسېدو بل ځای ورکړل سی.

دغه راپور وايي: که دغه افغان کډوال د استوګنې وړاندیزونه ونه مني; ښايي د بې کوره کېدو له خطر سره هم مخ سي.

همدا ډول د بریتانیې یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي، ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغو افغان کډوالو لپاره د مرستې پر يوې بستې کار روان دی څو دوی وکولای سي په دې هېواد کې د ځان لپاره راتلونکې جوړ کړي

د بریتانیا حکومت په یوه نوي قانون غور کوي چې په برتانیا کې د پناه غوښتنې امکانات په جدي توګه محدود کړي هغه کسان چې په راتلونکې کې په ناقانونه توګه برتانیا ته ننوځيدوی به د یوې میاشتې لپاره به توقیف کېږي. او بیا به خپلو هېوادونو یا به دريمگړي هېواد د مثال په توگه روانډا ته استول کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راپور: زرګونه افغانان باید د بریتانیا له هوټلونو ووځي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*