زنده جان ولسوالۍ کې د سیاه آب کلي او غلام دستګیر دردونکې کیسه کتل سوی 137 د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سیاه آب کلي ډېرو اوسېدونکي د شنبې ورځې په زلزله کې مړه شوي دي.د زنده جان د اوسېدونکو په خبره، په دې کلي کې څه باندې ۶۰۰ تنو چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.غلام دستګیر د قربانیانو د کورنیو یو له هغو غړو دی چې په دغې زلزله کې یې خپله مېرمن او څلور ماشومان له لاسه ورکړي. دی د کار لپاره ایران ته تللی و او په کلي کې یې د زلزلې خبر له اورېدو وروسته، کور ته ستون شوی؛ خو کور یې ویجاړ او کورنۍ یې لهمنځه تللې ده.غلام دستګیر طلوعنیوز ته وايي:«یو زوی مې پاتې دی. نور ټول پنځهواړه د کور غړي مې شهیدان شوي. زه دلته نهوم، تېره ورځ له ایرانه راغلم او جنازې ته هم ونهرسېدم.»د غلام دستګیر په څېر د سیاه آب کلي ډېریو اوسېدونکو د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي. د خپلو خپلوانو او ټولو شته وو د له لاسه ورکولو غم، د دوی پر اوږدو د غر په څېر دروند دی.د قربانیانو له خپلوانو عبدالخالق هم وویل:«ټول خلک له منځهتللي دي، له هغو پرته چې په ایران کې وو. هغه کسان چې له کلي بهر تللي وو، ژوندي پاتې دي.»لسګونه تنه په سیاه آب کلي کې د زلزلې د قربانیانو لپاره د قبرونو د کیندلو په حال کې دي.د قربانیانو له خپلوانو محمد هم وايي:«موږ دلته د زلزله ځپلو لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ قبرونه وکیندل او چمتو دي چې جنازې راوړي او خاورو ته یې وسپارو.»د ژغورنې د عملیاتو له دوام سره، هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر شېبه په شېبه په زیاتېدو دی. د سرپناه او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نه شتون، د دغو ویرجنو کورنیو ژوند لا ستونزمن کړی دی. منبع
لومړی نظر وکړئ on "زنده جان ولسوالۍ کې د سیاه آب کلي او غلام دستګیر دردونکې کیسه"