
غزني کې د ۱۸۰ نجونو ترمنځ د کتاب لوستنې او نقاشۍ سیالۍ ترسره شوه
غزني کې د یوې نجلۍ له لوري د نږدې ۱۸۰ نورو نجونو ترمنځ د کتاب لوستنې او نقاشۍ سیالۍ جوړه شوه، چې موخه یې د کتاب لوستنې دود پیاوړتیا او د نجونو د هنري وړتیاو لوړول دي.
ګډونوالې دغه ډول پروګرامونه د نجونو د وړتیاو د غوړېدو په برخه کې اغېزناک بولي، خو وایي چې هنري تولیدات یې مناسب بازار نه لري او دوی یې د پلور په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
د سیالۍ جوړوونکې، نازنین نوروزي وویل: «نن پروګرام کې د غزني له بېلابېلو سیمو هنرمندو نجونو ګډون کړی و څو هنرونه یې وښودل شي. دلته هغو نجونو ګډون کړی و چې پرته له ښوونکو یې داسې اثار پنځولی و چې ارزښت یې تر هغې ډېر لوړ دی چې موږ یې فکر کوو.»
د سیالۍ ګډونواله، نرګس وایي: «د پلور کچه ډېره ټیټه ده او څنګه چې په کار ده په هغه ډول هنر ته نه کتل کیږي. ځیني خلک د تابلو غوښتنې کوي او موږ هم ورته نقاشي کوو، خو بیا ورپسې نه راځي او نه یې پېري.»
بلې ګډونوالې، شاه ګل رضایي وویل: «هر څوک چې زده کړې کوي هرو مرو یوه پایله ترلاسه کوي. ما مطالعه وکړه اوس مې په دې سیالۍ کې دویم مقام ترلاسه کړی دی او ډېره خوشحاله یم.»
په دغه سیالۍ کې زهرا عليزاده هم ګډون کړی، چې په ایران کې له اته کاله کډوالۍ وروسته تازه هېواد ته راستنه شوې ده.
نوموړې وایي، خپل ټاټوبي ته په راستنېدو یې د نقاشۍ هنر زده کړې ته مخه کړې، څو له دې لارې د خپلې کورنۍ له اوږو اقتصادي بار کم کړي.
زهرا عليزاده طلوعنیوز ته وویل: «که زه وکولای شم له مادي اړخه پر ځان بسیا شم، د خپلې کورنۍ له اوږو به مې اقتصادی بار کم کړی وي او دا زما لپاره ډېره ښه ده. که زما هنري تولیدات وپلورل شي، بازار ومومي او خلک یې هم درک کړي، ډیر به ښه شي.»
که څه هم په وروستیو څو کلونو کې په غزني کې د خطاطۍ، انځورګرۍ او نقاشۍ هنر د پام وړ وده کړې او سلګونه نجونې دا مهال د دغو هنرونو پر زده کړه بوختې دي، خو لا هم د دوی د هنري توکو لپاره په کور دننه د مناسب بازار نشتوالی له جدي ننګونو ګڼل کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "غزني کې د ۱۸۰ نجونو ترمنځ د کتاب لوستنې او نقاشۍ سیالۍ ترسره شوه"